Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Март
2021

Новости за 13.03.2021

نورستان کې د ۱۳۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

په نورستان ولایت کې د ۱۳۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند تېر ماښام ازادي راډیوته وویل چې اوسمهال د ۲۹ ښونځینو د ودانیو کار پیل شوی دی. اژند زیاته کړه: " اوس مهال د ۲۹ ښونځیو د جوړېدو چارې دوام لري او په تدریج سره به هغه ۱۳۰ ښوونځي چې ژمنه یې شوې، د نورستان ولایت لپاره جوړ شي. هیله لرو چې په ۱۴۰۰ کال کې دا پروژه بشپړه او د نورستان د پوهنې ته څانګې ته وسپارل شي." د دې پروژې لګښت نړیوال بانک ورکوي. ښاغلی اژند وایي، دا مهال په ټول افغانستان کې د ۲۶۴۷ ښونځیو د ودانیو د جوړېدو کار روان دی.

یونسکو د کلتوري میراثونو د خوندیتوب برخه کې د افغانانو ملاتړ کوي

Pa.azadiradio.com 

یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان په بامیان کې د بودا مجسمو د ړنګېدو د شلمې کلیزې په مناسبت ویلي چې د کلتوري میراثونو د خوندیتوب په برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي. دغه سازمان تېرماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د بودا مجسمو د نړولو غمیزې دا روښانه کړه چې د نړۍ په سطح تر خطر لاندې کلتوري اثارود خوندیتوب اړتیا شته. یونسکو زیاتوي، د افغانستان په بامیان ولایت کې په قصدي ډول د دې لرغوني میراث له منځه وړل د یوې تُندلاري ایډیالوژۍ څرګندويې کوي چې هدف یې د یوه کلتور، هویت او تاریخ... Читать дальше...

 روانه اوونۍ د ایران پر یوې بار وړونکې کښتۍ تروریستي برید شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران رسنیو د یوې دولتي کمپنۍ په حواله راپور ورکړی چې د دوی پر یوې بار وړونکې کښتۍ روانه اوونۍ د مدیترانې په اوبو کې تروریستي برید شوی. دا راپور پرون د مارچ په ۱۲مه خپور شو. په راپور کې د ایران د کښتۍ چلونې لیکو د ډلې ویاند علي غیاثیان له قوله ویل شوي چې دا کښتۍ له ایرانه اروپا ته پر لاره وه چې د مارچ پر لسمه د کښتۍ پر بدنه چاودنه وشوه. نوموړي ویلي چې د چاودنې له کبله اور ولګېد چې ژر بېرته کنټرول شو. ایراني چارواکي وایي، د کښتۍ د تخریب شوې برخې تر ترمیم وروسته بېرته خپل سفر ته دوام وکړي. Читать дальше...



صادق سنجراني د پاکستان د سنا جرګې مشر شو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د سنا جرګې د مشرۍ لپاره د صدراعظم عمران خان له خوا کاندید شوی صادق سنجراني د دې جرګې د مشر په توګه اعلان شو. په دغو انتخاباتو کې د لاس وهنې ادعاوې هم شوي دي. د انتخاباتو رسمي پایلو وښوده چې صادق سنجراني د ۴۸ رایو په اخېستلو سره د اپوزیسیون ګوند ګډ کاندید یوسف رضا ګیلاني ته د ۶ رایو په تفاوت ماته ورکړه. سناتور مظفر حسین شاه چې د انتخاباتو څارنه یې کوله، ویلي د ګیلاني په ګټه ۷ رایې له دې کبله باطلې شوي چې په سمه توګه ټاپه شوي نه وې، نو ځکه بریا د حکومت د نوماند په برخه شوه. د اپوزیسیون ګوندونو دا پایلې نه دي منلي. Читать дальше...

ازبکستان او قرغزستان په ۳ میاشتو کې د خپلو سرحدونو ستونزې هواروي

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان او قرغزستان ولسمشرانو موافقه وکړه چې په درېیو میاشتو کې به د خپلو سرحدونو ستونزې هوارې کړي. د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د مارچ په۱۲مه په تاشکند کې له خپل قرغزي سیال صدرجباروف سره په خبرو کې وویل: "زموږ د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیل راهیسې په لومړي ځل موږ موافقه وکړه چې د سرحدونو په برخه کې به څوک څه کوي او څه وخت به یې کوي، ځکه دا یوه جدي ستونزه ده چې زموږ خلک یې د سمېدو په تمه دي." وروسته له هغه چې دغو هېوادونو په ۱۹۹۱میلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخېستله، د... Читать дальше...

هرات کې موټر بم چاودنې ۸ تنه وژلي او ۵۴ نور یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

هرات کې د تېرې شپې موټر بم چاودنې لږ تر لږه اته تنه وژلي او ۵۴ نور یې ټپیان کړي دي.  دا خبره د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن شنبه (د کب ۲۳مه) سهار خبریالانو ته کړې.  ده ويلي، برید کې یو پولیس وژل شوی او ۷ نور ټپيان دي او په خبره یې پاتې نور وژل شوي او ژوبل ټول ملکي وګړي دي. د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه ډېره درنه وه.  نوموړي زیاته کړه:"د چاودنې قوت دومره ډېر وو چې د موټر مشخصات تر اوسه معلوم نه دي.  ویل کېږي چې یو فلاینکوچ ډوله موټر وو. متاسفانه شااوخوا... Читать дальше...

یوې ګرجستانۍ پېغلې چې د سر ویښتان یې تویې شوي وو څه وکړل؟

Pa.azadiradio.com 

ټټو؛ د یوې ګرجستانۍ لپاره د ځان منلو او پر ځان د باور نښه 'ننو مېکاوتاډځي' وروسته له هغې چې د سر ټول ویښتان یې تويې شول کلونه خپل سر په ټېکري پټاوه، خو اخر یې پرېکړه وکړه چې پر خپل سر د خالکوبۍ په وسیله ګلان رسم کړي او نور په عامه ځایونو کې خپل سر له خلکو پټ نه کړي. دې ګرجستاني ټبرې نجلۍ وايي، دې کار مرسته وکړه چې ځان هماسې چې ده، ومني. ​ نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

د مصالحې عالي شورا: یوې ځانګړې کمېټې د امریکا د طرحې د ارزونې کار پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال وایي، د دې شورا له خوا یوه مؤظفه شوې کمېټه به نن شنبه (د کب ۲۳مه) د امریکا د طرحې په اړه خپلې ارزونې ته دوام ورکړي. مولوي عطاالرحمن سلیم ازادي راډیو ته وویل چې دا کمېټه ۱۵ غړي لري او د امریکا د طرحې په اړه به ډېر ژر خپله ارزونه د ملي مصالحې د عالي شورا مشرتابه کمېټې ته وړاندې کړي. نوموړي زیاته کړه: "هیله من یم چې نن موږ یوه جمع بندي ولرو او په یوې یا دوو نورو ورځو کې به چې د ملي مصالحې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې غونډه جوړېږي، خپل واحد لید لوری ولرو. Читать дальше...

د ملګري ملتونو امنیت شورا: افغانستان کې دې 'بې رحمه' هدفي بریدونه سملاسي بند شي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د هدفي وژنو د بندېدو غوښتنه وکړه. دغې شورا پرون جمعه(د کب ۲۲مه) په یوې اعلامېې کې ویلي چې په دغو (بې رحمه) بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، د قضايي څانګي غړي، مطبوعاتو کار کوونکي، روغتیا پالان او د بشري حقونو مدافعان په نښه کېږي.  د امنیت شورا د دغو مخ پر زیاتېدونکو بریدونو په اړه خواشیني‌ښودلې، د سملاسي بندولو غوښتنه یې کړې ده او محکمې ته د عاملانو د کشولو غږ  یې کړی دی.‌  خو په اعلامیې کې ویل شوي ‌نه دي ‌چې د دغو بریدونو عاملان څوک دي؟  د افغانستان... Читать дальше...

نشنل انټرسټ: جو بایډن به د امپراتوریو د هدیرې له بحران سره څنګه چلند کوي؟

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ ځینو چاپي او انلاین خپرونو د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر پر څرګندونو لیکنې خپرې کړي چې ویلي یې دي، هېواد به‌یې په اپرېل میاشت کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي. که څه هم د دې غونډې دقیقه نېټه نه‌ده ښوول شوې، خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي چې دغه غونډه د دوست هېواد قطر په همکارۍ جوړېږي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په افغانستان کې دواړه ښکېل لوري پر ترکیه باور لري، ځکه نو دا غونډه په ترکیه کې جوړېږي چې وکړای شي د افغانستان د سولې پروسه لا چټکه کړي.  ... Читать дальше...

امریکا، اسټرالیا، جاپان او هند د کرونا واکسین د تولید په پراخېدو هوکړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن او د استرالیا، هند او جاپان مشرانو په هند کې د کرونا ضد واکسین د تولید د ډیرېدو پر طرحې موافقه وکړه. دا موافقه د جمعې (د کب ۲۲مه) په ورځ د دغو مشرانو په انلاین غونډه کې وشوه. د امریکا ولسمشر دا موافقه یو نوی ګډ مشارکت وباله چې د واکسین د تولید کچه لوړوي او د ټولې هندو پسفیک سیمه به ګټه ترې واخلي. د 'کواد' په نامه د دغې ډلې د غړو هېوادونو پرونۍ (جمعه د کب ۲۲مه) غونډه د دې هېوادونو د مشرانو په سطح لومړنۍ غونډه وه او داسې مهال ترسره شوه چې د ولسمشر بایډن... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Кирилл Скачков

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

По каким признакам можно распознать машину-«утопленника»: лайфхак





Путин в России и мире
Москва

ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА. ПРО НАУКУ АКТИВНОЙ ВСЕЛЕННОЙ. ЭКСПЕРТ АНАТОЛИЙ ГОЛОД.


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Моргенштерн

Шоумен Барецкий: у нас с Моргенштерном будет концерт 28 июня



Москва

Возложение цветов в память о погибших героях Великой Отечественной войны прошло в Ступино

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net