Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Апрель
2021

کابل کې د موټربم تازه برید، د سولې د پروسې برخلیک تر پوښتنې لاندې راوستی

0
له یوه اوږده ځنډ وروسته بیا هم په کابل کې موټر بم چاودنه؛ که څه هم دې ښار کې نږدې هره ورځ په هدفي وژنو او مقناطیسي چاودنو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، خو دا له یوه اوږده ځنډه وروسته دې ښار کې له چاودېدونکو توکو د ډک موټر چاودنه ده .


دا برید تېره شپه ماخوستن مهال نږدې ۰۹:۵۰ دقیقې وشو. 


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چاودېدونکي توکي په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو.


د دې وزارت د ویاند مرستیال حامد روشن رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي: "پېښه کې ۷ تنه ټپیان دي چې یو یې ملکي او ۶ یې نظامیان دي. "




ښاغلی روشن د یوه تن روغتیايي وضعیت هم نازک بولي.


په ورته وخت کې د ملي امنیت ریاست یوه سرچینه وایي، برید د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د حمایوي څانګې پر یوه موټر شوی.


سرچینه د پېښې مسوولیت پر طالبانو اچوي، خو دې ډلې په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.​


د پېښې عیني شاهدان او سیمه کې استوګن هم وايي، چاودنه زوروه وه او دوی ته یې مالي زیانونه اړولی دي.


د کابل ښار اوسېدونکی سلطان محمد یې په اړه وايي: "موټر بم برید و، د سړک تر غاړې یې درولی و، کله چې د ملي امنیت ځواکونه را ورسېدل، چاودنه یې ورکړه."


یو تن هټیوال فضل محمد ځان ته د اوښتي زیان په اړه وايي: "د هټۍ دروازه او کړکۍ را ماتې کړې. دوه درې سوه زره افغانۍ زیان یې را اړولی دی. دلته یې نږدې ټول کورونو او هټیو ته هم زیان رسولی دی."


خو هغه څه چې له دې پېښې وروسته اندېښنه ده، د سولې خبرو روان برخلیک دی.


دا برید داسې مهال کېږي چې له افغانستان د بهرنیو عسکرو د وتلو نېټه اعلان شوې، تر خوا یې د استانبول غونډه ځنډېدلې او قطر کې خو له کم او زیات تېرو درې اوونیو راهیسې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.




د استانبول کنفرانس د ځنډېدو له کبله ښکېلو لوریو، یعنې ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې لیکلي، دا غونډه ښو پرمختګونو ته د شرایطو جوړېدو په خاطر ځنډول شوې ده.


خو د افغانستان ولسي جرګه دا حالت د ملت او د سولې د روانې پروسې په زیان بولي.


که څه هم د کابل د تېرې شپې موټر بم برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې، خو د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني پر طالبانو غږ کوي چې د ملي پخلاینې لار غوره او له جګړې لاس واخلي.




نوموړي وویل: "د افغانستان قضیه هغه ډول چې تاریخ یې شاهد دی، د جګړې له لارې پای نه مومي. زه د ملت د کور په استازیتوب پر طالبانو غږ کوم چې راشئ د ملي پخلاینې او یو بل منلو له لارې دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدئ، ځکه اصل زیان لیدونکي د افغانستان خلک دي. "


افغان حکومت بیا په تېره کې تل د دا شان پېښو مسوول طالبان بللي، خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړي دي.


دا یوازې کابل نه دی چې دا ډول یوه پېښه په کې د تېرو ورته خونړیو قضیو یاد تازه کوي، بلکې پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په بازار کې هم یو ځانمرګي برید وشو.


د خنجان ولسوالۍ ولسوال عبدالناصر راسخ ازادي راډیو ته وویل، برید کوونکی په هیروئینو روږدی و او ۳۵ کاله عمر یې درلود.


په همدې حال کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۳ ولایتونو ننګرهار، لغمان او کونړ کې د ۷ چاودنو مخه نیولې.


اوس مهمه پوښتنه دا ده، داسې حال کې چې بهرني عسکر د وتلو په درشل کې دي او د دوحې د تړون پر بنسټ باید تاوتریخوالی هم را کم شي، ایا د سولې روان بې برخلیکه وضعیت سره به، د جګړې څپه یو ځل بیا لکه د تېر په څېر د ورته پېښو شاهده وي؟





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net