امریکایي چارواکو د افغانستان یوشمیر لرغوني اثار چې په نیویارک کې نیول شوي وو، په واشنګتن کې د افغانستان سفارت ته وسپارل.
دا اثار د چهارشنبې په ورځ په واشنګتن کې په افغان سفارت کې د لنډې مودې په مخه نندارې ته کیښودل شول. نور په دې راپور کې لیدلی شئ.
د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه یو وار بیا وویل چې په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د راپور له مخې، جنرال باجوه دا خبره نن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د افغانستان له سفیر نجیبالله علیخېل سره په کتنه کې وکړه.
د پوځ له خبرپاڼې سره سم، باجوه ټینګار وکړ چې یوازنی هدفیې دا دی چې په افغانستان کې سوله وشي او دا هېواد خپلواک، ولسواک، باثبات او سوکاله وي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني غني په کندهار کې د ولسي خلکو یوې غونډې ته په وینا کې د لويي جرګې له لارې وسلهوال طالبان مخامخ خبرو ته راوبلل.
ولسمشر د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۲» کندهار ته د یو ورځني سفر پر مهال د ولسي خلکو او قومي مشرانو یوې غونډې ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د جګړې لپاره دلایل ختم شوي او طالبان دې د افغان هویت او ارادې په اساس د هېواد په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.
جمهور رئیس وویل، وسلهوال طالبان دې د لويې جرګې له لارې مخامخ خبرې ورسره وکړي.
ښاغلي غني زیاته کړه... Читать дальше...
دغه مظاهرچيان د فرانس په يوه مجله کې تېر کال (۲۰۲۰ز) د اسلام د پيغمبر خاکې خپرولو وروسته يو ځل بيا د احتجاج په توګه راووتل او له پاکستانه يې د فرانسوي سفير د شړلو غوښتنه کوله.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اپرېل پر ۲۱مه شپه د یوه څلور ستوریز هوټل (سېرینا) په پارکینګ کې له چاودنې د یوه پولیسوال په ګډون پینځه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي. چاودنه پر داسې مهال شوې چې په پاکستان کې د چین سفیر د کوټې پر دوره وو او په همدې هوټل کې اوسېدلو خو د چاودنې پر وخت هغه په هوټل کې موجود نه وو. نور حال په دې ویډیويي راپور کې
دا خبر رسنیو د اپرېل پر ۲۱مه پر داسې مهال ورکړی چې د امریکا د استازو جرګې تر ۱۰۰ زیاتو غړو له ولسمشره د دې اقدام غوښتنه کړې.
افغانستان او کاناډا یو ځل بیا د ایران له لوري د اوکراین «PS752» نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو کورنیو ته پر عدالت غوښتنې ټینګار کړی دی.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک ګارنو وايي، له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سرهیې ټیلیفوني خبرې کړي.
ښاغلي ګارنو په خپله ټویټرپاڼه لیکلي "دې خبرو کې یې د نسکورې شوې «PS752» اوکرایني الوتکې قربانیانو ته د عدالت او له ایران څخه د پلټنې د دوام په اړه هم بحث کړی".
دا الوتکه د ۱۳۹۸ کال په مرغومي میاشت کې تهران ته نږدې د سپاه پاسداران ځواک لهخوا په توغندي وویشتل شوه چې پهکې ۱۰ افغانان هم ووژل شول. Читать дальше...
د غزني د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان د دولت له وسلهوالو مخالفانو سره په نښته کې ووژل شو.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعهزاده د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته نن وویل: "د دهیک سرپرست امنیه قوماندان ساتنمن جاوېد تېره شپه له وسلهوالو طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو."
جمعهزاده همداراز وویل چې په دې نښته کې د غزني د مرکز د لومړۍ امنیتي حوزې امر جاوېد خلجی ټپي شوی دی.
د ده په وینا طالبانو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې، خو د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه څه نهشي ویلی.
له څو ورځو راهیسې... Читать дальше...
نن پنجشنبه (د غويي ۲مه) د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې ګڼو مدني فعالانو، ځوانانو او د کرکټ لوبې لوبغاړو د کرکټ بورډ پر ضد یو ځل بیا لاريون وکړ.
دوی وایي، کرکټ بورډ لا هم د دوی پوښتنو او غوښتونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او که یې غږ وا نه ورېدل شي، د کرکټ بورډ مرکزي دفتر به هم وتړي.
لاریونوال وایي، د شااوخوا ۶ کلونو په تېرېدو لا هم ګردېز کې د کرکټ لوبې معیاري لوبغالی نه دی جوړ شوی او د دې ولایت لوبغاړي له معیاري اکاډمۍ بې برخې دي.
د کرکټ لوبې تبصره کوونکي حقمل مسعودزي او د ځوانانو پارلمان غړي... Читать дальше...
له زېږون دوه ساعته وروسته ټپي شوې ماشومه، اوس يې درېیم جراحي عملیات کېږي.
امنه هغه ماشومه ده چې د کابل په دشتې برچې سل بستریز روغتون کې له زېږون نږدې دوه ساعته وروسته د وسله والو په یوه ډله ییزه حمله کې ټپي او مور يې ووژل شوه.
د ۱۱ میاشتو په تیرېدو د هغې دوه جراحي عملیاتونه شوې او ټاکل شوې په راتلونکو څو میاشتو کې يې درېیم عملیات هم وشي.
نور جزئیات په دې راپور کې:
د خوست په ګلان کمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي چې دوی ته دې د پخوا په شان د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کمپ ته ولېږدول شي او په دې ځای کې دې ورته ویشل کېږي.
دوی زیاتوي، تر اوسه ورته اسناد نه دي جوړ شوي چې له کبله يې له خوست ښار لېرې یوې او بلې سیمې ته ډاډمن تګ راتګ نه شي کولای.
د شمالي وزیرستان لټکو مچه اوسیدونکي ازاد خان ازادي راډیو ته وویل، دی د خوراکي توکو د مرستې په وېش کې له اړوندې انجیو سره دنده لري، خو د مرستو د ویش له پیل تر پایه یوازې د ده درې یا درې نیم زره افغانۍ په خوراک او کرایه لګښت کېږي. Читать дальше...
یو شمېر هغو افغانانو چې له امریکا سره یې کار کړی د خپل ژوند د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي دوی خپلې اندېښنې ازادي راډیو سره شریکې کړې.
له ډلې ۲۳کلن نوید ستانکزي چې امریکايي ځواکونو سره ژباړن و او اوس کابل ښار کې اوسیږي ازادي راډیو ته وویل، په داسې حال کې چې افغانستان کې لا هم جګړه روانه ده او امریکا خپل ځواکونه له دې هېواده باسي خو په خبره یې دغه هېواد د خپلو افغان کار کوونکو راتلونکي ته کوم ځانګړی مېکانیزم لا نه دی جوړ کړی.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: "دا چې امریکا له افغانستانه وځي، زموږ... Читать дальше...
د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې ایران د نطنز په تأسیساتو کې تر ځمکې لاندې پرمختللي سنټریفیوژنونه نصب کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې ادارې په راپور کې چې پرون (چهارشنبه د اپریل په ۲۱مه) خپور شو، ویل شوي چې ایران په داسې حال کې پرمختللي سنټریفیوژنونه نصب کړي چې له شپږو نړیوالو قدرتونو سره د دغه هېواد د اټمي موافقې پر بنسټ ایران د یورانیمو د غني کولو لپاره د داسې سنټریفیوژنونو د نصبولو حق نه لري.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانکړې استازې دیبرا لاینز چې قطر کې له ښکېلو خواوو سره له څو ورځې خبرو وروسته بېرته کابل ته راغلې وايي چې د سولې د خبرو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.
دې نن (پنجشنبه د غویي په دوهمه نېټه)پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سولې د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره به په هلوځلو کې ځنډ رانه ولي.
اغلې لاینز همدا راز ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو له استازو سره خبرو ته دوام ورکوي چې د پر له پسې خبرو له لارې په دې هېواد کې تلپاتې سوله وشي.
د اندونیزیا سمندري ځواک پرون چهارشنبه (د غويي ۱) وویل چې یو ستر اوبتل یې چې ۵۳ تنه عمله په کې سپره ده، بې درکه شوی دی.
د اندونیزیا د وسله والو ځواک د لوی درستیز په وینا دا اوبتل د بالي ټاپو په شمالي اوبو کې ورک شوی او د موندلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.
ده همدا راز وویل چې دې اوبتل په یوه مانوره کې ګډون کړی و چې له مرکز سره یې تماس پرې شو.
د یمن لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د یمن له حوثیانو سره د ایران ملاتړ ډېر زیات دی.
ټیم لنډرکینګ پرون چهارشنبه(د غويي ۱) د کانګرس غړیو ته وویل، داسې هېڅ نښه نه لیدل کېږي چې ایران دې له سوله ییزې لارې د دې شخړې د حلولو نیت ولري.
ده همدا راز وویل، که ایران رغنده رول ولوبوي هرکلی به یې وکړي، خو دې برخه کې هېڅ نښه نه ویني.
د یمن لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا هم وویل چې د ایران د هغو بیړیو مخنیوی ګران دی چې حوثیانو ته وسلې وړي، خو ټینګار یې وکړ چې دې برخه کې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.
په هند کې د کورونا وبا له وجې د زياتو کسانو د مړه کېدو له امله په شمشان ګاټونو بوج زيات شوی او خلک د خپلو مړو د سوځولو په لړ کې له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي. په دې اړه د رويټرز خبري اژانس ویډیويي راپور وګورئ.
د افغانستان حکومت یې هرکلی وکړ او دا مرسته یې له افغانستان سره د امریکا د همکاریو د دوام ژمنه یاده کړه.
په خوست کې وزیرستاني کډوال چې د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ ضرب عضب د عملیاتو له پیلیدا وروسته ورکډه شوي، اوس مهال د مرستو د کمښت له کبله له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.
په خوست کې وزیرستاني کډوال چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په نیمايي کې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د ضرب عضب د عملیاتو له پیلیدا وروسته ورکډه شوي، اوس مهال د مرستو د کمښت له کبله له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.
د ګلان کمپ په پنځو سیمو کې چې مخکې د'NRC' موسسې له خوا تر پنځم ټولګي پورې ښوونځي پرانېستي وو، له ۶ کلن فعالیت وروسته تړل شوي چې په دې سره سلګونه زده کوونکې نجونې او هلکان يې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.
د ازادي راډیو خبریال د ګلان کمپ ته ورغلی او دا انځوریز راپور یې پرې برابر کړی دی:
په هند کې د کرونا ویروس مثبې پېښې په بې ساري توګه زیاتې شوي دي.د یو اعشاریه درې میلیارډه وګړیو دا هېواد د اکسیجن له کمبود سره مخامخ دی، په روغتونونو کې اکسیجن او امکانات په خلاصېدو دي او د ډېرو ناروغانو پالنه په سمه توګه نه کېږي.
سیمه ییزې رسنۍ د روغتیایي وسایلو د غلا خبر ورکوي چې ځینې کورنۍ د مړو شوېو ناروغانو د اکسیجن سلنډر غلا کوي او خپلو ناروغانو ته یې ږدي.
رسمي شمېرې ښیي چې تر درې لکه ډېر کسان په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا اخته شوي او تر دوه زره ډېر یې مړه شوي دي.
د سیمه يیزو رسنیو، رویټرز... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې سږکال د هګیو د چرګانو نږدې شپږ زره فارمونه جوړوي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غويي ۲مه) ازادي راډیو ته وویل، د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژې په مرسته به په یو شمېر ولایتونو کې پنځه زره او ۸۰۴ مېرمنو ته پنځه زره او ۸۰۴ د هګیو چرګانو ۳۰ او ۶۰ قطعه یي فارمونه جوړ کړي.
نوموړی زیاتوي چې د شمېرو له مخې اوس مهال د هېواد په کچه د غوښینو، هګیو او تکثیري چرګ پالنې نهه زره او ۲۴۷ لوی او واړه فارمونه فعال دي.
په دغو فارمونو کې... Читать дальше...
د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د اسیا پراختیايي بانک په دې هېواد کې د کرونا واکسین تطبیق د ملاتړ لپاره ۵۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغانستان به دغو مرستو ۶ میلیونه ډوزه خوندي او باکیفیته واکسین وپېري.
د اسیا پراختیايي بانک غړیو هېوادونو لپاره له کرونا سره د مبارزې په هدف ۹ میلیارده امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا متحده ایالاتو هم له افغانستان سره د ۳۰۰ میلیونه ډالره ملکي مرستو اعلان کړی دی.
چاودنه پر داسې مهال شوې چې په پاکستان کې د چین سفیر د کوټې پر دوره وو او په همدې هوټل کې اوسېدلو خو د چاودنې پر وخت هغه په هوټل کې موجود نه وو.
هند چې د کرونا ویروس دوهمې څپې سخت ځپلی، په یوه شپه او ورځ کې پر دغه ویروس د اخته شوېو او ترې د مړو شوېو کسانو یو نوی ریکارډ ټینګ کړ.
د رسمي شمېرو له مخې پرون چهارشنبه (د غويي ۱) له درې لکو زیات کسان پر کرونا اخته شوي او دوه زره هم ترې مړه شوي دي.
په دغه ۱،۳ میلیارډ نفوس لرونکي هېواد کې روغتونونه د وسایلو او اکسیجن له کمي سره مخامخ دي او ډېر ناروغان د درملنې لپاره نه منل کېږي.
سیمه ییزې رسنۍ د روغتیايي وسایلو د غلاو خبر ورکوي او وایي، کورنۍ هڅې کوي چې د خپلو ناروغو عزیزانو د درملنې لپاره... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Учитель из Бутово стала «Гуру физкультуры»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Мария стала соперницей Азаренко на турнире WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Zoomlion продемонстрировала последние достижения на выставке INTERMAT
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черноморья до 16 часов
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Офицер Росгвардии рассказала о своем хобби, которое превратилось в образ жизни
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net