اذربایجان له ترکیې سره ګډ دوه ورځني پوځي تطبیقات پیل کړي دي. اذري چارواکو ویلي چې د دې تطبیقاتو هدف د دواړو هېوادونو د وسلهوالو ځواکونو ترمنځ د تماسونو پیاوړي کول دي.
د اذربایجان د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې هدف د پوځي پرېکړو په برخه کې د وړتیا لوړول او د جګړې د ډګر د قوماندانانو د نوښت او ادارې د مسلکي وړتیاوو لوړول دي.
ترکیې د دې پوځي تطبیقاتو په اړه تبصره نهده کړې.
دا پوځي تمرینونه چې پرون اعلان شول، نږدې پنځه میاشتې وروسته له هغه پیلېږي چې اذربایجان له ارمنستان سره د نګورنو... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولي لپاره د خپل پروګرام د وړاندي کولو پر مهال یو ځل بیا تر وخت مخکي انتخاباتو له لاري د واک پر لیږد ټینګار وکړ.
اشرف غني دغه راز د اوسنیو دولتي چارواکو په حضور سره د سولي حکومت د جوړیدو وړاندیز وکړ ، خو ویویل چې انتخابات باید د نړیوالو بنسټونو لخوا مدیریت شي ، نه د سولي حکومت له لوري. طالبانو چې تراوسه یې لا ندي ویلي چې راتلونکې میاشت د استانبول په غونډه کې ګډون کوي که نه ، د غنې دا طرح رد کړې ده.
د ولسمشر اشرف غني د خبرو یوه برخه چې د افغانستان د ملي راډیو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې په نړۍ او سیمه کې د کرونا یوې بلې څپې زور اخیستی، د افغانستان په لوړو زدهکړو وزارت کې د کرونا ضد واکسین کمپاین پيل شو.
د کمپاین په لومړۍ ورځ (پنجشنبه) د لوړو زدهکړو وزیر او د مرستیالانو په ګډونیې د دغه وزارت رهبرۍ ته کرونا واکسین تطبیق شو.
د لوړو زدهکړو وزیر عباس بصیر وايي چې لومړی به د وزارت رهبري، ورپسې په مرکز کابل کې د پوهنتون استادان او بیا محصلینو ته دغه واکسین ورکړل شي او بیا بهیې لړۍ ولایتونو ته هم وغځول شي.
ښاغلي بصیر هیله وښوده چې د کرونا واکسین به د لوړو زدهکړو په نظام کې ټولنیز خوندیتوب سره مرسته وکړي. Читать дальше...
د امنیتي ګواښونو له امله د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر چارواکو د پاکستان د ملي شورا مشر اسد قیصر او ورسره مل پلاوي الوتکې ته په دې هوايي ډګر کې د کېناستو اجازه ورنهکړه.
که څه هم د ښاغلي قیصر الوتکه د افغانستان فضا ته داخله شوې وه، خو دغې الوتکې ته د کېناستو اجازه ورنهکړل شوه.
ټاکل شوې وه چې ښاغلی قیصر نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۱۹» د یو ۱۶ کسیز پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په خپل ټویټر لیکلي: "د کابل په هوايي ډګر الوتکه د کېناستو په حال... Читать дальше...
د اپرېل په اوومه د پاکستان د قامي اسمبلۍ د داخله چارو قايمه کمېټۍ د یو قانوني بيل منظوري ورکړې چې له مخې به يې هر هغه چاته دوه کال قېد او پينځه لکه روپۍ جرمانې سزا کېدلی شي چې پر پوځ نيوکې یا ټوکې وکړي.
دا بيل په قامي اسمبلۍ کې د دفاعيچارو د قايمه کمېټۍ مشر، امجد علي خان د داخله چارو کمېټې ته لېږلی وو. په دې کې راغلي چې: ((هر څوک چې د پاکستاني پوځ یا د پوځ پر کوم غړي مسخرې وکړي، د دوی عزت او وقار ته زیان ورسوي یا یې بدناموي نو دغه تن دې مجرم وګڼل شي. بيا دې یې دوه کاله قېد يا پينځه لکه روپۍ جرمانه... Читать дальше...
د پخواني خبریال یما سیاووش او د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې د امر د وژلو په تور ۱۰ کسان ونیول شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغې ۱۰ کسیزې ډلې د کابل ښار په ډېری حملو کې لاس درلود او په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۹» په کابل کې په داسې حال کې چې تورن کسانیې د رسنیو ته وښودل، وویل: "دغو کسانو پر امنیتي ځواکونو، قاضیانو، څارنوالانو، یما سیاووش، د پولیسو د پنځمې حوزې پر امر (کوچي) د حملو اعتراف کړی دی. همدا شانیې... Читать дальше...
د امریکا دفاع وزارت پر کندهار هوايي ډګر د طالبانو د توغنديوو برید غندلی او وايي دا ډول حملې به تاوتریخوالی زیات کړي.
پينټاګان دا برید پارونکی بولي او زیاتوي دا ډول پېښې د افغانستان د سولې خبرې له ماتې سره مخ کولای شي. د پينټاګان ویاند جانکربي وايي دا توغندي له هوايی ډګر لېرې پرېوتي او مرګژوبله نلري خو زیاتوي:"موږ تل خپلو سرتېرو ته له ځان څخه د ساتنې یا دفاع حق لرو خو په افغانستان کې اوسمهال زموږ ټول تمرکز پر ډیپلوماټیکو هڅو راڅرخي څو هڅه وکړو چې دا روانه جګړه له سیاسي لارې پای ته ورسوو."
... Читать дальше...
پاکستان وايي، د دغه هېواد د ملي جرګې د رئيس او ورسره ملګري پلاوي الوتکې ته اجازه نهده ورکړل شوې چې په کابل کې د حامد کرزي پر هوايي ډګر کېني.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان وویل، ټاکل شوې وه چې د پاکستان د ملي جرګې د رئیس اسد قیصر په مشرۍ ۱۶ کسیز پلاوی نن کابل ته لاړ شي، خو له نیمې لارې بېرته اسلاماباد ته ګرځېدلای دی.
دی وايي، الوتکه د افغانستان حدودو ته رسېدلې وه، خو له حامد کرزي هوايي ډګره ورته وویل شول چې بېرته وګرځي.
ویل شوي چې د امنیتي اندېښنو له کبله د پاکستان... Читать дальше...
په کندز ولایت کې نن په یوه ټرافیکي پېښه کې تر ۲۰ ډېر کسان ژوبل شوي او یو تن هم مړ دی.
د کندز ولایت د حوزوي روغتون رئیس ډاکتر نعیم منګل ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه سهار شااوخوا ۹ بجې په ابدان دښته کې شوې ده.
د ښاغلي منګل په وینا روغتون ته ۲۳ ټپیانو وروړل شوي چې د هغو په منځ کې ۱۵ ښځې، ۵ ماشومان او نور سړي دي.
د پېښې د څرنګوالي په اړه د ټپیانو یو خپلوان وايي چې دوی په یو ټونس پیکپ موټر کې له ارچي ولسوالۍ څخه راتلل چې په لار کې د موټر ټاير بچ شو او له دې کبله چې د موټر سرعت زیات و، چپه شو.
د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان یوه تازه اعلامیه خپره کړې او د ملګرو ملتونو سازمان چارواکي او امریکا چې د افغان سولې د بهیر له ښکېلو اړخونو څخه دي، دوی یې مخاطبین کړي چې باید د افغان سولې په بهیر کې دې د ښځو ګډون یقیني کړي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو سازمان چارواکي دې د سولې پروسه کې د افغان ښځو د ګډون لپاره جدي کار وکړي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مسوولې هدر بار په دې اړه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "د بشري حقونو د څار سازمان ژوره اندېښنه لري چې په... Читать дальше...
د کرکټ لوبې پخوانی لوبغاړی او اوسنی مبصر اکاش چوپړا ویلي، راشدخان به راتلونکي 'ای.پي.اېل' کې زیاتې وېکټې ترلاسه کړي.
نوموړي یې دلیل دا ښودلی چې راشدخان سږکال په داسې ویشتن ځایونو لوبې کړي چې سپېن بالېنګ ته خورا مساعد و.
د اکاش چوپړا په خبره راشدخان خپلې لومړنۍ پنځه سیالۍ په چینای ایالت کې کوي چې د هغه ځای پیچونه د سپېن بالېنګ لپاره خورا برابر دي.
د هغه په خبره، خان به ۴ نورې لوبې د ډیلي ښار په ویشتن ځایونو کې ترسره کړي چې دا پیچونه هم د سپېن بالر لپاره ملاتړي دي.
د 'ای.پي.اېل' لوبې سبا جمعه... Читать дальше...
په کابل کې د نجونو د باسکېټبال سیالیو په دوهمه ورځ د کابل الف لوبډلې د کندهار لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د ملي المپیک کمېټې غړي مجیب قاري زاده نن پنجشنبه(د وري ۱۹مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ تېره ورځ د ۷ لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
د هغه په خبره، له کابله دوه او له هرات، غزني، کندهار، بلخ او بامیان ولایتونو څخه یوه-یوه لوبډله په دې سیالیو کې ګډون لري.
د ښاغلي قاري زاده د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ پنځه ورځې دوام کوي چې هدف یې هم د ملي ټیم لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل دي.
د مشال راډيو په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې د سندرغاړي همايون خان خبرې اورئ. د هغه له نويو ټپو، د سندرو د ثبت له نوې سټوډيو یې او ځوانانو لپاره د موسيقۍ د زده کړو له هڅو به هم خبر شئ. هغه په پاکستان کې د کاپي رایټس (د خپراوي یا چاپ حقونو) قانون په اړه هم غږېدلی. خپرونه د غږ په کړکۍ کې اورېدای شئ.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، په کابل کې یې د فوټسال د روزونکو د ظرفیت لوړونې په هدف روزنیز ورکشاپ پیل کړی.
د دې فدراسیون ویاند فیروز مشهوف نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه روزنیز ورکشاپ چې نن پیل شوې هدف یې د روزونکو لپاره د سیالیو پرمهال د لوبڅارۍ نوي طریقو ښودنه او ظرفیت لوړونه ده.
د هغه په خبره، په دې ورکشاپ کې ۲۶ روزنکي ګډون لري چې د افغانستان د فوټسال برخې روزونکي د عبدالرازق ممرک او د فوټسال نړېوالو روزونکو په لارښوونه پرمخ وړل کېږي.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون... Читать дальше...
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اونګ اعتراف وکړ چې هېواد یې تر ټولو په بد حالت کې دی.
ده چې په پیونګ یانګ کې د خپل واکمن ګوند په یوه ستره غونډه کې وینا کوله، وویل: "د خلکو په ژوند کې د ښه والي راوستل ان تر ټولو په ممکن بد حالت کې چې موږ اوس ورسره مخامخ یوو او پر راز-راز او سترو ننګونو برلاسه کېدا د ګوند د غړیو له فعالیت سره تړلې چارې دي."
د چارو کتونکي وايي چې د شمالي کوریا مشر چې د واکمنۍ لسیزه یې پوره کېدو ته نژدې ده، له خورا سختو چلېنجونو سره مخامخ دی.
د پاکستان پارليماني پلاوي کابل ته هغه سفر ځنډیدلی دی چې د اپرېل د اتمې لپاره پلان شوی وو.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د اپرېل پر اتمه، په ټوېټر پاڼه ليکلي چې د قامي اسمبلي سپيکر اسد قيصر په مشرۍ د ۱۶ کيسزه پارليمانی پلاوي الوتکې ته په کابل کې پر هواييمېدان د امنيتي وجوهاتو له کبله د کښېناستو اجازه ورنه کړل شوه.
هغه زياته کړه چې د دې سفر لپاره به نوې نېټه به د دواړو خوا تر سلا وروسته ټاکل کېږي. د پاکستاني پلاوي مشر او د قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قېصر هم پر ټويټر ليکلي چې... Читать дальше...
کابل ته د پاکستان د ولسي جرګې د رئيس سفر وځنډېد.
ټاکل شوې وه اسد قیصر د خپل هېواد د ولسي جرګې د شپاړلس کسیز پلاوي په مشرۍ نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه) کابل ته راشي.
که څه هم پاکستان تراوسه پورې د اسد قیصر د سفر د ځنډېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو یو شمېر سیمه ییزو رسنیو ویلي چې د پاکستاني پلاوي د سپرلۍ الوتکه د افغانستان خاورې ته داخله شوه، خو د امنیتي دلایلو بېرته پاکستان ته ستنه شوه.
جرمني پرون چهارشنبه(د وري ۱۸مه) ۲۰ تنه نور افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته ولېږل.
د 'ډي.پي.اې' خبري اژانس د راپور له مخې، دا افغانان پرون چهارشنبه د سهار په ۶ بجو او ۴۰ دقیقو کابل ته ورسېدل.
دا د ۲۰۱۶ میلادي کال له دسمبره له جرمني څخه خپل هېواد ته د ستنول شوېو افغانانو ۳۸ مه جوپه ده.
تراوسه پورې یو زرو ۳۵ تنه هغه افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استول شوي چې د جرمني د چارواکو په وینا د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
د امریکا دفاع وزارت د طالبانو لهخوا پر کندهار هوايي ډګر پرونی (چهارشنه-د وري ۱۸مه)توغندیز برید غندي او وايي، دا ډول حملې به تاوتریخوالی زیات کړي.
طالبان وايي، پر کندهار هوايي ډګر یې ګڼ شمېر توغندي توغولي او خپله موخه یې وېشتې ده.
خو د پنټاګون ویاند جانکربي وايي، دا توغندي له هوايي ډګر لېرې پرېوتي او مرګژوبله نه لري.
په افغانستان د امریکايي عسکرو یو لوړ پوړي چارواکي هم ازادي راډیو ته ومنله چې پر هوايي ډګر برید شوی، خو مرګژوبله نه لري.
پنټاګون دا برید پارونکی بولي او زیاتوي، دا ډول پېښې... Читать дальше...
د پیو نظرپوښتونکې موسسې د تازه څېړنې پر اساس د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د فیسبوک لیدونکي کم شوي دي.
د پیو موسسې په نظرپوښتنه کې چې د اپریل په لومړیو کې یې کړې، ښودل شوي چې په امریکا کې په سلو کې ۶۷ فسبوک او په سلو کې ۷۲ یوه بله ټولنیزه شبکه ګوري.
د دې نظرپوښتنې له مخې، که څه هم د فسبوک لیدونکي د پام وړ کم شوي نه دي، خو د فسبوک پر وړاندې د ټېک ټاک په شان ځینې نورې سیالې ټولنیزې شبکې پیدا شوي دي.
د فسبوک په سلو کې ۷۰ کاروونکي وايي، د ورځې یو وار او کابو ۴۹ سلنه نور وايي چې د ورځې څو واري دا شبکه ګوري. Читать дальше...
درې سوه امریکا مېشتو ایراني فعالانو په یوه لیک کې د متحدو ایالاتونو له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې د ایران پر وړاندې سختې پالیسۍ ته دوام ورکړي.
دغو مدني فعالانو او د پوهنتونونو استادانو په یوه ګډ بیان کې د ایران د حکومت اقداماتو، د بشري حقونو سابقې، په هېواد کې دننه او بهر د مخالفانو ځپلو ته په اشارې د امریکا له ولسمشره غوښتي چې د یوه سیکولر، دموکراتیک او نااټمي جمهوریت لپاره د ایران د خلکو د هیلې کلک او فوري ملاتړ وکړي.
د سرپل ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، دې ولایت کې د شااوخوا ۲۵۰۰ بزګرانو سره د خوړو نړېوال سازمان یا "FAO" او اکټېډ "ACTID" دفترونو له لوري نغدي مرستې کېږي.
د دې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې دغه لړۍ پرون چهارشنبه(د وري ۱۸مه) پیل شوی او هغه بزګرانو ته دغه مرستې ورکول کېږي چې په طبیعي پېښو کې یې خپل څاروي او بزګري لاسه ورکړي وي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې هر بزګر ته په لومړي پړاو کې ۵۰ ډالره ورکول کېږي.
له دې وړاندې هم دغو بزګرانو ته د کیمیاوي کوډ ترڅنګ د غنمو تخم مرسته شوې وه.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په کندهار ولایت کې د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوړو د تولید یوه کارخونه جوړه شوه.
د دې وزارت ویاند فواد احمدي نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه کارخونه چې په ۱۳۹۷ کې جوړه شوې وه، خو د ځينو ستونزو له امله یې کار پڅ روان و.
ښاغلی احمدي وايي، د سوداګرۍ وزارت په همکارۍ سره دغه کارخونه اوس مهال په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰ تنه اوړو د تولید توان لري.
هغه وايي، د دې کارخونې په فعالیت سره شااوخوا ۳۰ کسانو ته د کار زمینه برابر شوې.
د دې وزارت د... Читать дальше...
دغه وړاندیز د اپرېل پر اوومه په داسې حال کې شوي چې د اروپايي اتحادیې د درملو تنظیم کوونکو ویلي دي چې د اسټرازېنيکا واکسين له وجې د وینې غوټکېدل باید د خطر په فهرست کې واچول شي. خو دوی دا هم وويل چې د واکسین ګټې د ممکنه تاوان په نسبت زياتي دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په دې هېواد کې په تېر ۱۳۹۹ لمریز کال کې شااوخوا ۳ میلیونه د حیواناتو پوستيکي تولید شوي.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه) ازادي راډيو ته وویل، د دې وزارت د معلوماتو له مخې تېر ۱۳۹۹ کال کې په هرات، سرپل، غزني، پروان، بغلان، فاریاب، کندز، کندهار او فراه ولایتونو کې د حیواناتو پوستيکي زیات تولید شوي دي.
د ښاغلي رستمي په خبره، ترلاسه شوي پوستیکي د قره قل په ګډون د غواګانو، پسونو، وزو او هوسۍ ګانو دی چې په اوس وخت کې د خرڅلاوو تود بازار لري. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Хоккейный клуб из Балашихи выиграл Кубок Регионов
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Потапова и Павлюченкова вышли в полуфинал турнира WTA в Мадриде в парном разряде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
"Экобас" не для Невы: стильные электросуда для Москвы делают в Ленобласти
Путин в России и мире
Москва
Дугин в интервью Такеру Карлсону: "Путин — это традиционный лидер"
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
«Набей им морду, покажи им, что ты настоящий белорус». Лукашенко о поездке спортсменов на Олимпиаду
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Цинизм зашкалил: Елена Зеленская повеселилась в Киеве с герцогиней Эдинбургской
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
НОПРИЗ
Подмосковные проекты победили в Международном профессиональном конкурсе НОПРИЗ на лучший проект – 2023
Москва
«112»: у Дениса Майданова случился отек Квинке по пути на конкурс «Я горжусь»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net