د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ 'ای.پي.اېل' سیالیو په دوام نن شپه چنايي سوپر کېنګز او رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې له یو بل سره مخامخ کېږي.
دا د روانو سیالیو نولسمه لوبه ده.
دا دواړه په روانو سیالیو کې تر دې دمه ښه ځلیدلې لوبډلې دي.
بنګلور لوبډلې تر دې دمه لوبه نه ده بایللې او چنايي لوبډلې بیا یوازې یوه لوبه بایللې.
بنګلور د اته نومرو په لرلو د امتیازونو په جدول کې لومړی او چنايي د شپږو نومرو په لرلو دوهم ځای لري.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې راجستان رایلز لوبډلې کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. Читать дальше...
د افغانستان د لامبو وهنې فدارسیون وايي چې په ازبیکستان کې یې د دغه هېواد له فداسیون سره د همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.
د افغانستان د لامبو وهنې فدارسیون رئیس محمد قاسم حمیدي نن یکشنبه (د غويي ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغه هوکړې له مخې به د ازبیکستان د لامبو وهنې فدراسیون افغان تنکیو او ځوانو لوبغاړو ته د ظرفیت لوړونې، تمریناتي کمپونو او دغه شان د نړیوالې لوبڅارنې کورسونه جوړ کړي.
ښاغلي حمیدي تمه ښه يي چې دا کورسونه به افغان لامبو وهونکو ته ډېر ګټور تمام شي.
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، په خېرکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري په ځای پرځای شوي ماین چاودنه کې درې ولسي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه د شنبې په ورځ ماسپښین مهال د دې ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په بازار کې هغه مهال وشوه چې د سیمې خلک د وسله والو طالبانو له لوري په ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شول.
د ارین په وینا د پېښې ټپي روغتون ته رسول شوی، خو وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
د راپورونو له مخې یاده پېښه لومړنۍ نه ده، بلکې... Читать дальше...
په لوګر کې د مس عینک کان اووه ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې نن یکشنبه (د غويي ۵مه) ماسپښین له غرمې وروسته دوه بجې د دې ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په سید اباد سیمه کې وسله والو طالبانو د مس عینک کان پر ساتونکو وسله وال برید کړی چې په ترڅ کې یې اووه سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د احمدي په وینا پېښه هغه مهال شوې چې یاد ساتونکي د مس عینک غُنډ ته پر لاره و چې د وسله والو له کمین سره مخ شوي دي.
حیدر د دې پېښې په اړه نور جزئیات نه دي شریک کړي. Читать дальше...
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان استعفا وکړه. هغه په دې کار له وخت مخکې انتخاباتو ته لار پرانېسته.
پاشینیان له اذربایجان سره د ارمنستان د جګړې پر وخت د ګڼو سیاسي فشارونو سره مخ وو.
نیکول پاشینیان نن یکشنبه (د غويي ۵مه) په خپل فیسبوک کې لیکلي چې له ولسمشر او نورو سیاسي ګروپونو سره په سلا استعفا کوي څو له وخت مخکې د جون په ۲۰ مه ټاکنې وشي.
هغه بیا دا ویلي چې تر ټاکنو به خپل کار ته دوام ورکړي. پاشینیان په ټاکنو کې د کاندیدۍ اراده هم ښودلې.
د عراق په پلازمېنه بغداد کې د کرونا ویروس لپاره په ځانګړي شوي روغتون کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۸۲ او د ټپیانو ۱۱۰ ته پورته شوی.
پېښه شنبه (د غويي ۴مه) ماښام د اکسیجن د یوې ډبې د چاودنې له امله وشوه چې وروسته د یوه سخت اور د پيل لامل هم شوه.
د عراق صدراعظم مصطفی کاظمي هلته د درېیو ورځو ماتم اعلان کړی دی.
دې چاودنې د خلکو تُند غبرګونونه پارولي او د چارواکو استعفا یې غوښتې.
د راپورونو له مخې الخطیب روغتون چې د اور ضد سیسټم یې نه درلود په دې پېښه کې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
په... Читать дальше...
د هرات والي وايي نن یکشنبه (د غويي ۵مه) په یوه چاودنه کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل، چاودنه غرمه مهال د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ د ماراباد کلي په جومات کې شوې.
قتالي زیاته کړه، د دوی د اطلاعاتو له مخې د طالبانو غړیو دې جومات کې ماینونه او انتحاري واسکټونه جوړول.
خپلواکو سرچینو په سیمه کې د دې خبر د کره والي په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو هم د هرات د والي د څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان ګواښ وکړ که طالبان او یا نور ترهګر په بهرنیو ځواکونو د وتلو پر وخت برید وکړ سخت ځواب به ورکړل شي.
جنرال سکاټ مېلر نن یکشنبه (د غويي ۵مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته دا څرګندونې کړي: "د مخکې تګ یواځینۍ مناسبه لار د سولې په لور یوه سیاسي لار ده، ما د طالبانو له غړو او د هغوی له سیاسي کمېسیون سره ولیدل او ورته ومې ویل چې تاوتریخوالي ته ستنېدل او د پوځي لارې زور کارول به د افغانستان او افغانانو لپاره یوه تراژيدي وي."
سکاټ مېلر همدا راز وویل چې بهرني... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې ځانګړې راپورټرې د افغان خبریالانو او بشري حقونو په مدافعینو د تاوتریخوالي او وژنو قضیو ته نه رسېدنه د جدي اندېښنې وړ بللې ده.
ماري لاولر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازې ته په یو لیک کې لیکلي: "موږ په ځانګړي توګه د دې وژنو په اړه د تحقیقاتو نه ترسره کېدو او د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښمن یو. "
په لیک کې دا هم راغلي چې د هدفي وژنو عاملین د نه مجازاتو له امله خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
په لیک... Читать дальше...
حصارک، د ننګرهار هغه ولسوالي چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې یې نېږدې ټولې سیمې د وسله والو طالبانو په واک کې وې، خو تېره شااوخوا یوه میاشت مخکې په کې د وسله والو مخالفانو د ځپنې په هدف د افغان حکومت نظامي عملیات پیل شول چې اوس هم دوام لري.
د حصارک اوسېدونکي وایي، اوس چې د دغې ولسوالۍ ډېرې سیمې له وسله والو مخالفانو پاکې شوي، باید امنیت یې ټینګ او پرمختیایي برخو په ځانګړي ډول حکومتدارۍ ته یې جدي پاملرنه وشي.
د دوی په خبره، تېرو ۱۲ کلونو کې یې له مرکز جلال اباد سره ازاد تګ راتګ محدود او د دولتي ادارو... Читать дальше...
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې وسله والو یو ځايي خبریال وژلی دی.
د کوټې پولیسو (د اپریل ۲۵ مه) رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ویلي، د ازادي نیوز ورځپاڼې خبریال عبدالواحد ریساني پرون ماښام د کوټې په قمبراني سړک وسله والو په ډزو ژوبل کړ چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
بل خوا د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې د خبریال عبدالواحد ریساني د وژنې غندنه کړې او له حکومته یې د هغه د قاتلینو ژر تر ژره د نیولو او محاکمې غوښتنه کړې ده.
د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې سکرتر جنرال فتح شاکر... Читать дальше...
د افغانستان د سنوکر فدارسیون وايي، راتلونکو څو ورځو کې به د سنوکر روژې جام سیالۍ پيل کړي.
د دغه فدارسیون رئیس محبوب شاه درابي نن یکشنبه (د غويي ۵مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ به دوه ورځې وروسته په کابل کې پیل شي.
نوموړی زیاتوي چې دغو سیالیو کې به د بېلابېلو کلپونو پنځوس ورزشکاران ګډون وکړي چې هدف یې د سنوکر برخه کې د ځوانانو استعدادونو د وړتیاوو لوړول او د غوره څېرو پېژندل دي.
د سنوکر فدارسیون مسؤلین وايي چې له روژې وروسته به د سنوکر د منتخبې او د ملي لوبډلې سیالس هم ترسره شي.
په امریکا کې مېشتو ارمني ټبرو د دغه هېواد د جمهور رئیس جو بایډن له تازه اعلانه هرکلی کړی دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون شنبه (د غويي ۵مه) په یوه رسمي بیانیه کې د لومړۍ نړیوالې جګرې پرمهال د ارمنیانو وژنه، نسل وژنه یاده کړه.
د بایډن دغه اعلان د انقرې غوسه پارولې او امریکا متحده ایالاتونه یې د تاریخ په بیا لیکلو تورن کړی.
سپینې ماڼۍ د ولسمشر بایډن په حواله د ارمنیانو د وژنې د یادښت په خاطر اعلامیه پرون خپره کړه.
ګڼ ارمنیان د ۱۹۱۵ کال په لومړیو کې د عثماني امپراطورۍ پر مهال ووژل شول. ... Читать дальше...
د البانیا وګړي نن یکشنبه (د غويي ۵مه) د دې هېواد په عمومي انتخاباتو کې خپلې رایې کاروي.
په دې انتخاباتو کې د کیڼ اړخي ګوند څخه صدراعظم ایدي راما، له مخالف رهبر سره چې د ډموکرات ګوند دی، سیالي کوي.
اټکل دا دی چې د راما سوسیالیست ګوند تر خپلو سیالانو مخکې دی.
د البانیا د پارلماني انتخاباتو نوماندانو ویلي چې د بریا صورت کې به د اروپایې ټولني د غړیتوب لپاره لار پرانېزي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان او د طالبانو د حملو په ډیرېدو سره، چین چې د امریکا اقتصادي سیال دی، هڅه کوي د افغانستان د سولې بهیر کې رغنده رول ولوبوي.
په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو د یکشنبې (د غويي ۵مه) په ورځ کابل کې یوې خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې چین د افغانستان د سولې د بهیر د تحقق لپاره له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي.
وانګ یو زیاته کړه: "د افغانستان د سولې پروسه په یوه حساس او حیاتي پړاو کې ده او چین د یو مسالمت امیزه افغانستان چې سوله په کې وي، ملاتړ کوي، څوک... Читать дальше...
د افغانستان د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدلو کمېسيون وايي، په بلخ کې د تښتول شوي ماشوم عبدالروف د قضیې په اړه د معلوماتو د ورکولو په هدف دغه کمېسیون ته له بلخه راغوښتل شوي امنیتي مسؤلین د دوی غونډې ته حاضر نه شول.
د دې کمېسیون رئیس محمد صادق قادري ازادي راډيو ته وویل، دوی نه پوهېږي چې یاد امنیتي مسؤلین ولې حاضر نه شول، خو دی وايي امنیتي ادارو ته يې په دې اړه مکتوبونه استولي چې باید ځواب ووايي.
دی وايي، د کمېسیون د نن ورځې په جلسه کې پرېکړه وشوه چې د یادې قضیې په اړه د معلوماتو د ورکولو په هدف... Читать дальше...
نن یکشنبه(د غويي ۵مه) د نړۍ غوره فلمونو ته د اُسکار یا اکاډمي اوارډونو مراسم په لاس انجلس کې جوړیږي.
د اسکار مراسم دوه میاشتې ځنډېدلي و.
مراسم به نن شپه په ژوندۍ بڼه په ټلوېزیون خپاره شي، خو داسې صالون ورته انتخاب شوی چې په کې د ټولنیزې فاصلې رعایت ممکن ګڼل شوی.
نن شپه اته فلمونه د غوره فلمونو په کتار کې د اوارډ ګټلو لپاره نوماند شوي چې په کې سونډ اف مېتل، جوداس اېنډ بلک میسایا، دی ترایل اف شیکاګو شامل دي.
په غوره فلمي لوبغاړو کې رېز احمد، ګري اولډمن شامل دي او په نجونو کې بیا ویولا ډېویس، اندرا دې او د وینیسا کربي نومونه هم راغلي.
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال پردوی د طالبانو د احتمالي بریدونو، د سولې په پڅو هڅو او د جګړې د زیاتېدو اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.
هشت صبح
هشت صبح لیکلي، امریکا د طالبانو وروستیو ګواښونو اندېښمنه کړې، د ورځپاڼې په حواله دغې ډلې له مې میاشتې وروسته پر بهرنیو ځواکونو د حملې خبرداری ورکړی و او همدا شان یې افغانستان ته د احتمالي تازه دمي امریکايي ځواکونو راتګ باندې د برید ګواښ هم کړی.
په سرمقاله کې راغلي، امریکا له افغانستانه د ډاډه او خوندي وتلو ته... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې تېرکال ټول هېواد کې د چهار مغزو حاصلات نږدې ۱۵ زرو ټنو ته رسېده.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه(د غويي ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې ۲۸ ولایتونو کې چهارمغزو ښه حاصل ورکړی او کرکیله یې مخ پر زیاتېدو ده: "تېر ۱۳۹۹ لمریز کال کې د چهارمغزو حاصل په ټول هېواد کې ۱۴ زره ۸۷۷ مټریک ټنو ته رسېده او په پنځوس زره ۲۰۶ هکتاره ځمکه کې د چهار مغزو ونې کرل شوي دي."
نوموړی زیاتوي، د افغانستان خاوره او هوا د چهارمغزو د کر او حاصل لپاره مناسبه ده، خو... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې کندهار کې د شااوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت د 'PVC' پایپونو د تولید فابریکه پرانيستل شوه.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن یکشنبه (د غويي ۵مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه فابریکه د شوراندام په صنعتي ښارګوټي کې په فعالیت پيل وکړ.
د دغې فابریکې رئیس عبدالباري ورور وايي، له دوی سره په یاده فابریکه کې شااوخوا ۱۰۰ کاریګر په مستقیم او غیر مستقیمه توګه په کارونو بوخت دي.
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه فابریکې لومړني مواد په هېواد کې دننه تولیدېږي... Читать дальше...
د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې د خبریال عبدالواحد ریساني د وژنې غندنه کړې او له حکومته یې د هغه د قاتلینو زر تر زره نیولو او عدالت ته وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.
افغان سندغاړې ښاپېرۍ نغمه سوله د انساني ژوند لپاره مهمه ګني او دا هیله لري چې په هېواد کې ژر تر ژره سوله راشي.
نغمه وايي، له درې لسیزو راهیسې د سولې لپاره سندرې وايي.
نوموړې د سندریز پیغام اغېز د سولې په راوستلو کې مهم بولي.
له اغلې ښاپیرۍ نغمې سره د ازادي راډیو خبریال مرکه کړې او په سر کې یې د سولې د ارزښت په اړه غږولې ده.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په میدان وردګ ولایت کې ۲۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې کومانډو ځواکونو پرون شنبه (د غويي ۴مه) د هوایي ځواک په ملاتړ د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه مرکز برید وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي په عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو یوه اندازه وسلې او مهمات تخریب شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د عراق په پلازمېنه بغداد کې د کرونا ویروس لپاره په ځانګړي شوي روغتون کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۲۷ او د ټپیانو ۴۶ ته پورته شوی.
چاودنه شنبه ماښام د اکسیجن د یوې ډبې له امله وشوه چې وروسته د یوه سخت اور د پيل لامل هم شوه.
چارواکو ویلي چې اور یې اوس په بشپړه توګه مهار کړی دی.
د عراق صدراعظم مصطفی کاظمي هلته د درېیو ورځو ماتم اعلان کړی او هم یې ټینګار کړی چې د اور د علت په اړه جدي څېړنې وشي.
د راپورونو له مخې الخطیب روغتون چې د اور ضد سیسټم یې نه درلود دې پېښه کې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. Читать дальше...
محمد صادق له هغه وروسته کابل ته سفر کوي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ پر پاکستان غږ وکړ چې د افغانستان د ابادۍ او ویجاړۍ تر منځ دې یو انتخاب وکړي.
Спорт в России и мире
Москва
Росгвардия приняла участие в обеспечении безопасности при проведении футбольных матчей в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Лесопожарные станции в Подмосковье получили новые грузовики
Путин в России и мире
Москва
Стало известно, кто из Томской области едет в Москву на инаугурацию президента
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Польский судья Шмидт попросил защиты у Лукашенко и политического убежища в Белоруссии
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
ТЕСТ для настоящих любителей фильма "Москва слезам не верит"
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net