Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Апрель
2021

Новости за 24.04.2021

ملاریا څه ډول ناروغي ده او څنګه یې مخنیوی کېدای شي؟

Mashaalradio.com 

ډاکتر نسیم زیاتوي، له دې علاوه، متوازن خواړه خوړل خورا اړین دي ځکه چې که د وجود طبیعي مدافعتي نظام پیاوړي وي نو بیا د کووېډ-۱۹ په ګډون له وایرسونو، بیکټیریا او پلازموډییمونو څخه د پېښېدونکو نورو ناروغیو پر وړاندې سم او اغېزناکه غبرګون ښوولای شي.

ملي امنیت: پر سرور دانش د برید پلانوونکې ۹کسیزه ډله نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج وايي، هغه ۹ کسیزه ډله یې نیولي چې د افغانستان د جمهور رئیس په دوهم مرستیال یې د برید پلان درلود.   نوموړي نن شنبه (د غويي ۴مه) په کابل کې د امنیتي او دفاعي چارواکو په ګډه خبري ناسته کې وویل، د نیول شوې ډلې یو شمېر نور غړي تر تعقیب لاندې دي. ښاغلي سراج زیاته کړه: " موږ درې څلور ورځې وړاندې یوه ترهګریزه ډله ونیوله چې د افغانستان د جمهور رئیس په دوهم مرستیال یې د برید پلان درلود، د دې ډلې ۹ کسان نیول شوي دي."  ښاغلی سراج وايي، نیول شوې ډلې همدا... Читать дальше...

هند کې د مړو ښخولو او سوځولو ځايونه په کمېدو دی

Mashaalradio.com 

په هند کې د کورونا وايرس جهاني وبا دويمه څپه کې ريکارډ خلک پر دې ناروغۍ اخته شوي. چارواکو د اپرېل پر ۲۴مه وویل چې تېر شواروز کې تر درې لاکه ۴۶ زره زيات کسان پر کورونا وايرس اخته شوي. پر روغتونونو فشار لا نور زیات شوی او د اکسيجن د کموالي له کبله بحران رامنځ ته کېدای شي. ويډيو: رويټرز خبري اژانس



یو شمېر هېوادونه: د میانمار پوځي مشران دې د معترضانو ځپل بند کړي

Pa.azadiradio.com 

د جنوب ختیځې اسیا د څو هېوادونو مشرانو نن شنبه (د غويي ۴مه) د میانمار پر پوځي مشرانو غږ وکړ چې له پوځي کودتا وروسته د معترضانو وژل او ځپل بند کړي.  د جنوب ختیځې اسیا د همکارۍ د ټولنې ازیان د شپږو غړو هېوادو د دولتونو مشرانو او د درېیو نورو د بهرنیو چارو وزیرانو دا غوښتنه نن شنبه د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د میانمار د پوځي ادارې له مشر جنرال ماین اونګ هلاینګ سره په بېړنۍ غونډه کې وکړه.   دا غونډه د دې لپاره رابلل شوې وه چې د ډموکراسۍ پر پلوي معترضانو د پوځ د ځپلونکو اقداماتو بندولو ته حل لاره پیدا کړي. Читать дальше...

لوګر کې چاودنې ۳ افغان سرتیري وژلي او یو ولسي پاڅونوال یې ټپي کړ

Pa.azadiradio.com 

په لوګر کې د یوه ماین په چاودنه کې درې تنه افغان پوځیان وژل شوي او یو ولسي پاڅونوال ټپي شوی دی.  د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل احمد حیدري ازادي راډیو ته وویل، پېښه نن شنبه (د غويي۴مه) له غرمې مخکې د مرکز پل علم په کنجک سیمه کې وشوه: "له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې په کنجک سیمه کې د تروریستو طالبانو له خوا ایښودل شوی یو ماین د ملي اردو پر سرتېرو وچاودېد چې درې سرتېري یې شهیدان کړل او یو ولسي پاڅونوال یې ټپي کړ."   د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.  د یوه بل خبر له مخې په پروان کې د پولیسو یو سرتېری په ډزو وژل شوی. Читать дальше...

ایران: د افغانستان سرحد ته نژدې ۳ تنه وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران سپاه پاسداران ځواک وايي، د افغانستان سرحد ته نژدې د عملیاتو په ترڅ کې یې درې تنه وسله وال وژلي دي.  تسنیم خبري اژانس د سپاه پاسداران د اړوند قدس ځواک له لوري د خپاره شوي بیان په حواله وايي، دا وسله وال په سیستان او بلوچستان ولایت کې چې له افغانستان او پاکستان سره پر پوله پروت دی په یو کمین کې وژل شوي.  خبر زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال له دې ډلې څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.  په بیان کې نه دي ویل شوي چې دا وسله وال څوک وو؟

غزني چارواکي: ماین چاودنې ۴ ملکیان ووژل او ۲ نور یې ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

په غزني ولایت کې د یوه ماین چاودنې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.  د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده نن شنبې (د غويي ۴مه) ازادي راډیو ته وویل، پېښه نن سهار په ښار کې شوې ده: "د غرني د مرکز اړوند د درېیمې حوزې په اړونده سیمه شالیز کې د وسله والو مخالفینو له خوا پر ځای پرځای شوي ماین د ملکي وګړو یو ټونس ډوله موټر برابر شوی چې په ترڅ کې یې څلور تنه شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي."  د دې چاودنې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي. تیره اوونۍ هم د غزني... Читать дальше...

فاریاب کې د نوي والي د ټاکنې د پرېکړې پر ضد مظاهره وشوه 

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د دې ولایت لپاره د نوي والي د ټاکنې د پرېکړې پر ضد مظاهره وشوه.  د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې په نننۍ مظاهره کې چې زرګونه کسانو ګډون په کې کړی وو، د نوي والي د ګُمارنې له پرېکړې سره مخالفت وشو.  د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې پرون جمعه (د غويي ۳مه) اعلان وکړ چې د ولسمشر د فرمان پر اساس محمدداود د نقیب الله فایق پر ځای د فاریاب د نوي والي په توګه په دنده ګومارل شوی دی، خو د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم سمدستي له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ.



کرکټ بورډ: کابل کې د غازي امان الله خان 'A' لېسټ سیالۍ پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په پام کې لري چې د غازي امان الله خان 'A' لېسټ سترې سیالۍ د راتلونکې مې میاشتې په ۲۵ مه نېټه په کابل کې پيل کړي. د دغه بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې دغو سیالیو کې به د ملي لوبغاړو په شتون کې پنځه لوبډلې ګډون وکړي چې د جون میاشتې تر ۱۲مې نېټې به دوام ولري. ښاغلي هوتک زیاتوي، په یادو لوبو کې د لوبغاړو د ګډون لپاره له لوبغاړو ازموینه اخېستل کېږي او بیا وروسته لوبو کې د ګډون چانس ترلاسه کوي. دا لوبې داسې مهالې پېلېږي چې تېره اوونۍ په جلال اباد ښار کې د... Читать дальше...

د هند د کرکټ غورلیګ؛ پنجاب کېنګز لوبډلې ممبي انډینز ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د هند د کرکټ غورلیګ 'IPL' سیالیو ۱۷مه لوبه کې پنجاب کېنګز لوبډلې ممبي انډینز ته په ۹ وېکټو ماته ورکړه. له دې سره د پنجاب لوبډلې نومرې څلور شوې او د نومرو په جدول کې له وروستي ځای څخه پنځم ځای ته ولاړه، له دې وړاندې حیدراباد لوبډله په پنځم مقام کې وه. د ممبي لوبډلې په پنځه لوبو کې درې بایللي او دوه یې ګټلي دي او د نومرو په جدول کې څلورم نمبر ده. د آی پي اېل اتلسمه لوبه د راجستان او کلکتې ترمنځ نن ماښام شپږ نیمې بجې ترسره کېږي.

دفاع وزارت: افغان ځواکونو ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات سپارل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لوی درستیز او د دفاع وزارت سرپرست وزیر د بهرنیو ځواکونو له خوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د میلیونو ډالرو تجهیزاتو د ورکړې خبره کوي. یاسین صیا دغه څرګندونې د شنبې (د غويي ۴مه) په ورځ د افغانستان د امنیتي بنستونو د مسؤلینو ګډې خبري غونډې ته وکړې. نوموړی وايي، دغه لړۍ اوس روانه ده: "هغه څه یې چې له موږ سره ژمنه کړې د هغې لېست په دوام داره ډول موږ ته راسپارل کېږي چې نن هم یو شمېر وسایل وسپارل شول، دغه لړۍ روانه ده او په سلهاو میلیونه ډالر تجهیزات دي او هغه څه چې زموږ په درد خوري... Читать дальше...

د سپېس اېکس له ستوربېړۍ سره ۴ ستورمزلي هوايي سټېشن سره یوځای شول 

Pa.azadiradio.com 

له سپېس اېکس ستوربېړۍ سره څلور ستورمزلي نن شنبه (د غويي ۴مه) له نړیوال هوايي سټېشن سره یوځای شول.  کریو ډراګن Crew Dragon سفینه چې یو ځل مخکې هم کارول شوې ده په فلورېډا کې د کنېدې له فضايي مرکزه تر توغېدو یوه ورځ وروسته له نړیوال هوايي سټېشنه 'ISS' سره ونښته.  دا د سپېس اېکس درېیمه ستوربېړۍ ده چې د ځمکې پر مدار تاوېدونکي فضايي سټېشن ته ځي خو دا لومړی ځل دی چې د ایلون ماسک خصوصي شرکت او ناسا په ګډه یو ځل کارول شوې سفینه فضا ته استوي.  فضايي ساینسپوهان وايي، د سفینې کړکۍ به له 'ISS' سره تر یوځای... Читать дальше...

کابل ښار کې د 'سولې د کتاب' په نامه د کتابونو نندارتون پرانیستل شوی

Pa.azadiradio.com 

سره له دې چې افغانستان کې ناامني ډېره شوې او خلک په کې قرباني کېږي، د کابل ښار لویدیځه څنډه کې د کتاب نندارتون پرانیستل شوی. دغه نندارتون د پل سرخ د فرهنګي مرکز له خوا د کابل ښار د پل سرخ سیمه کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره ده، جوړ شوی دی. د دغه نندارتون تنظیموونکي او د شهرکتاب د فرهنګي مرکز مسؤل شاهد فرهوش ازادي راډیو ته وویل، دغه نندارتون کې د مرکز اته خپرندویانو لس زره کتابونه چې د ادبیاتو اروا پوهنې، ټولن پېژندنې او د ښځو او ماشومانو کتابونه په کې شامل دي، نندارې ته ایښې دي. د ده په خبره... Читать дальше...

خوست کې د ځاځي میدان خلک د داڼیو او سکندرې ترمنځ د سړک جوړېدل غواړي

Pa.azadiradio.com 

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکي غوښتنه کوي چې د دې ولسوالۍ د داڼیو له دوه سرکې دي تر د سکندرې د (ژیړې کندې) پورې سړک په اساسي او پاخه ډول جوړ شي. دوی وايي، دا سړک څو کاله مخکې سروې او ډیزاین شوی او داوطلبي يې هم شوې ده، خو عملي چارې يې نه دي پیل شوي. د ځاځي میدان اوسیدونکي زیاتوي، دا سړک خوست او پکتیا سره نښلوي او د عمومي سړک په شان له دې سړکه هم د دواړو ولایتونو خلک د تګ راتګ ګټه اخېستلی شي. نن د شنبې(د غويي ۴مه) په ورځ د ځاځي میدان د سکندرې کلي اوسیدونکی محمد ناصر ناصري ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

له حکومته د فوټسال د پخواني افغان ګول ساتونکي علي رضاقرباني ګیلې!

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم ګول ساتونکی ۲۹کلن علي رضاقرباني اوس د ایران په پلازمېنه تهران کې، په نیمه کاره ودانیو کې ګچ کاري کوي. دی د فوټسال په لوبغالو کې ۱۵ کاله لوبیدلی او د افغانستان له اړخه یې په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی، خو له څه مودې راهیسې د روزګار د پرمخ بیولو په خاطر ایران کې ګچ کاري کوي. ده په دې وروستیو کې د ګچ کارۍ په جامو کې  پر فیسبوک خپل یو عکس خپور کړی او ورته یې لیکلي چې "له کومه ځایه تر کومه ځایه" د قرباني په خبره دا د ورزشکارانو پر وړاندې د حکومت پر بې پروايۍ یو اعتراض دی... Читать дальше...

کورنیو چارو وزات: روژه کې جګړه تېزه شوې، ۱۰۰ سرتیري او ۵۰ ملکیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

نن د روژې دولسمه ورځ ده، ‎د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دې میاشت کې اورکم نه دی شوی او جګړه د پخوا په شان روانه ده، بلکې د دوی په خبره په روژه کې جګړه تیزه شوې هم ده. ‎دغه وزارت د روژې میاشتې له پیل راهیسې له ۱۵۰ د زیاتو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکیان د وژل کېدو خبر ورکوي. ‎د دغه وزارت مرستیال ویاند حمید روشن د شنبې(د غويي ۴مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل: ‎"طالبانو بیا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړه چې دوی هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول انساني، اسلامي او اخلاقي اصولو ته پابند نه دي، یوازې د روژې مبارکې میاشتې... Читать дальше...

ننګرهار چارواکي: سپين غر لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې افغان ځواکونو د سپین غر ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال وژلی دی.  په هغه خبرپانه کې چې نن شنبه (د غويي ۴مه) د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر خپره کړه راغلي چې طالبانو تېره شپه د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مومندرې سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو برید وکړ خو افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې د سپین غر ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال مسافر او د هغه څلور ملګري ووژل او پنځه نور وسله وال یې ټپیان کړل.  طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


Музыкальные новости
Джиган

Джиган решил заняться продажей пива





Персональные новости
Владимир Путин

Валентин Коновалов Хакасии примет участие в церемонии инаугурации Владимира Путина





د سولې د ولسي حرکت کمپاین: دا چې بهرنیان وځي نو جګړه د څه لپاره؟

Pa.azadiradio.com 

د سولې ولسي حرکت نن شنبه (د غويي ۴مه) د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې هغه کمپاین پیل کړ چې د فعالان په وینا، هدف یې د افغان وژنې د بندولو لپاره د غږ اوچتول دي.  د دې حرکت ویاند بسم الله وطندوست نن ازادي راډیو ته وویل، د دې کمپاین په ترڅ کې دوی د جګړې پر ښکېلو خواو غږ کوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې جګړه بس کړي. وطندوست زیاته کړه: "د سولې ولسي حرکت د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې نن تر دې سرلیک لاندې کمپاین او کنفرانسونه پیل کړل چې بهرنیان وځي نور جګړه د څه لپاره؟"  ښاغلی وطندوست وایي، دوی... Читать дальше...

افغان چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو وتل امنیتي تشه نه رامنځته کوي

Mashaalradio.com 

'سي.اېن.اېن' د درېیو امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د خوندي ایستلو لپاره په سيمه کې سلګونه سرتېري ځای پرځای کړي دي.

د جنوب ختیځې اسیا د څو هېوادونو مشران د برما حکومت سره غږیږي

Pa.azadiradio.com 

د جنوب ختیځې اسیا د څو هېوادونو مشران نن شنبه (د غويي ۴مه) د میانمار د پوځي حکومت له مشرانو سره خبرې کوي، څو د کودتا پر مخالفینو د پوځ د ځپلونکو اقداماتو بندولو ته حل لاره پیدا کړي.  د میانمار یا برما پوځ د فبروري په لومړۍ نېټه د یوې کودتا په پایله کې د آونګ سان سوچي په مشرۍ ملکي حکومت له واکه لېرې کړ او له هماغه راهیسې د ډموکراسۍ د پلويانو مظاهرې پیل شوي دي.  د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د میانمار د پوځي کودتا له مشر جنرال ماین اونګ هلاینګ سره په نننۍ غونډه کې د جنوب ختیځې اسیا د همکارۍ... Читать дальше...

دفاع وزارت: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو به امنیتي تشه رامنځته نه شي

Pa.azadiradio.com 

لویدیځو رسنیو راپور ورکړی چې له افغانستانه د پوځي تجهیزاتو د بسته بندۍ، لېږد او له دغه هېواده د ټولو امریکایي ځواکونو په ایستلو کار روان دی. 'سي.اېن.اېن' د درېیو امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د خوندي ایستلو لپاره په سيمه کې سلګونه سرتیري ځای پرځای کړي دي. دغو رسنیو دغه شان راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن په سیمه کې د الوتکې وړونکې سمندري بېړۍ، ساتل هم منظور کړي دي. بل خوا د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي... Читать дальше...

جو بایډن: د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره اقدامات به د نړۍ اقتصاد وغوړوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون جمعه (د غويي ۳مه) د اقلیمي بدلون په اړه د دوه ورځنۍ سرمشریزې په پای کې وویل، اقلیمي بدلون د امریکا د متحدو ایالاتونو لپاره یو فرصت برابر کړی چې له خپلو پخوانیو سیالانو لکه روسیې او چین سره کار وکړي.  سره له دې چې بایډن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ډېرو برخو کې موافق نه دی، ده د دې غونډې د پای په وینا کې وویل: "د روسیې مشر اوس په دې خبرې کوي چې څرنګه فضا له کاربونه وژغورو."  ده د پوتین وینا ته اشاره لرله چې د دې غونډې په لومړۍ ورځ یې وکړه او ویې ویل، د روسیې... Читать дальше...

چارواکي او ډاکټران: له تېرو ۳ میاشتو راهیسې پکتیا کې د شري ناروغي زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې له تېرو درېيو میاشتو راهیسې د شري ناروغي خپره شوې او له تېرې یو میاشتې راهیسې یې په شمېرو کې زیاتوالی راغلی. خان زمان د پکتیا په مرکز ګردېز کې اوسېږي، د ده د کورنۍ ۷ ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي دي. دا چې د ده دومره ماشومان څنګه په دې ناروغۍ اخته شول؟ نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې ماشومان یې د شري پر وړاندې نه دي واکسین شوي او دا مرض له نورو ماشومانو ور انتقال شوی: " ۶-۷ ماشومان یې زموږ کور کې نیولي، کلي ته که واکسین  راشي، اخلي یې که نه کورنیو خپله غم نه دی خوړلی، زه ډاکټر یم... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

К.ВАЛИЕВА, 23 КИТАЙЦА, WADA помогают раскрыть сеть секретных преступных отделов. Дело Скрипалей можно дополнить с пользой.


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Андрей Рублёв

«Титул, которым я горжусь больше всего»: Рублёв одолел Оже-Альяссима и выиграл второй турнир серии «Мастерс» в карьере


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Жителей Москвы предупредили об аномально холодной погоде





Путин в России и мире
Москва

В городах России выступят летом юные вокалистки из Приамурья


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Польский судья приехал в Минск и попросил защиты у Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сергей Брановицкий

Песня под Ключ. Купить Песню под Ключ. Запись Песни под Ключ.



Москва

Собянин рассказал о возрождении судостроительной отрасли в столице

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net