پاکستان چي پر طالبانو له اصلي نفوذ لرونکو هېوادونو بلل کېږي تازه بیا د سولې پروسې لپاره د همکارۍ ډاډ ښودلی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ تل د لوژستیکي مسایلو په خاطر ممکنه وي، خو اوس چې د ده په خبره طالبانو د بهرنیو ځواکونو د ایستلو هدف تر ډېره ترلاسه کړی، ښه ده چې نرمښت ښکاره کړي.
هغه له رویټرز اژانس سره دوشنبه(د وري ۳۰مه) په یوه مرکه کې ویلي، طالبان خپلې پرېکړې په خپله کوي، خو پاکستان څومره چې وس رسېږي هڅه به وکړي دا ډله قانع کړي چې د ملي... Читать дальше...
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېپ بورېل ایران او امریکا ته په اشاره وايي، په دواړو خواوو کې هوکړې ته د رسېدو لپاره ښه نیت موجود دی.
بورېل ویلي، له ایران سره د اټمي تړون مذاکرات له عمومي مسایلو اختصاصي مسئلو ته داخل شوي.
هغه دوشنبه (د وري ۳۰مه) په خپلو خبرو کې زیاته کړه: "تېره اوونۍ د ایران د اټمي تړون پر سر خبرې له عمومیاتو لا پسې متمرکزو مسئلو ته ورسېدې لکه: د بندیزونو لېرې کول او په دواړو خواو کې د اټمي پروګرام اجرايي مسایل. کار روان دی. د پرمختګ څرک شته او دا حقیقت چې امریکا بیا له تړون... Читать дальше...
د دې اوونۍ په راډيويي مجلې کې د چنار مشاعرې او ماشومانو ته د لسو چاپ شویو کتابونو په اړه راپورونه لرو.
ماشومانو ته د لیکل شویو دوو کتابونو له لیکوالو معصومې عزیزي او کاملې عزیزي سره مرکه لرو.
شاعر او لیکوال علم ګل سحر د خپل تازه چاپ شوي کتاب د کابل لویې تراژيدي په اړه راته غږېږي.
دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:
افغان ولسمشر اشرف غني وایي، د امریکا له متحده ایالاتو او ناټو سرهیې دوه اړخیز امنیتي تړونونه پر ځای دي او نړیوالو متحدانو ورته ډاډ ورکړی چې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل تجهیز او روزنې په چارو کې به همکاري ته دوام ورکړي.
ولسمشر غني دغه څرګندونې نن په امنیتي غونډه کې کړي چې د وینا دغه لنډه برخهیې ارګ په خپله وېبپاڼه کې خپره کړې ده.
ولسمشر غني له دې مخکې پرون له امریکایي سياېناېن ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو موږ ته د دې فرصت رامنځته کړی چې له سره... Читать дальше...
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، تېره اوونۍ نږدې ۴۰ ملکیان په دې هېواد کې په جګړو او د ناامنیو په پېښو کې وژل شوي دي.
د دې کمېسیون د عامه اړیکو مشر ذبیحالله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل: "د حمل له ۲۱مې نه د حمل تر۲۶مې پورې شاوخوا ۳۹ ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي دي. په وژل شویو کې اته ماشومان او څلور ښځې شامل دي. د دغو وژنو مسؤل طالبان او ناپېژانده وسلهوال دي."
د ښاغلي فرهنګ په وینا بم چاودنې او هدفي وژنې تېره اوونۍ د ملکي تلفاتو اصلي لامل بلل کېږي.
هغه د جګړې له ښکېلو اړخونو... Читать дальше...
د روسیې د زندانونو د چارو ادارې ویلي چې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ به چې روغتیایي وضعیتیې د ډوډۍ نهخوړلو د اعتصاب له امله مخ په خرابېدو دی، یوه بل نږدې د سمون زندان کې روغتون ته ولېږدول شي.
ناوالنۍ له ۲۰ ورځو د ډوډۍ له خوړلو ډډه کړې ده.
د ولادیمیر سیمې لپاره د زندانونو د چارو فدرالي ادارې نن په یوه بیان کې وویل چې ۴۴ کلن ناوالنۍ به روغتون ته ولېږدول شي، خو دا یې نهدي ویلي چې کله به هغه لېږدوي.
تمه ده چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران هم نن په غونډه کې د ناوالنۍ د قضیې په اړه خبرې وکړي. Читать дальше...
د افغانستان ملي امنیت شورا له هند سره موافقه کړې چې دواړه هېوادونه به د ملګرو ملتونو لهخوا پر طالبانو او نورو ترورېستي ګروپونو د بندیزونو د جاري ساتلو لپاره سلا مشورې روانې ساتي.
د دې شورا له لوري د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۳۰مه» په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په کابل کې د هندوستان له سفیر رودرندرا ټندڼ سره په لیدنه کې پر دې مسئلې د ټینګار ترڅنګ په یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار... Читать дальше...
د امریکا د فضایي څېړنو اداره ناسا هیلهمنه ده چې نن به هغه هلیکوپټره د مریخ پر سیارې الوتنه وکړي او په تاریخ کې به ثبت شي چې دې سیارې تهیې له یوې ګرځنده وسیلې یا روبوټ سره یوځای استولې.
د انجینوټي په نوم دغه هلیکوپټره به چې ۱،۸ کیلوګرامه وزن لري، په شپږو ثانیو کې د مریخ له سطحې درې متره لوړه او له ۳۰ ثانیو پرواز وروسته بېرته راکوزه شي.
د ناسا چارواکو ویلي، دغه هلیکوپټر د علمي څېړنو له هدفونو سره مرسته نهکوي، بلکې یوازې یې ټکنالوژي ازمویل کېږي، خو چارواکي هیلهمن دي چې دغه هلیکوپټره به د... Читать дальше...
د سرپل د هنډبال لوبډلې کپټانه نوريه تابش وژل شوې، تابش د دغه ولايت په مرکز کې په خپل کور کې وژل شوې ده.
د سرپل د امنيه قوماندانۍ وياند نور اغا فيضي نن ازادي راډیو ته وویل چې نوريه تابش د هغې مخکېني مېړه وژلې ده.
دی وايي، دوی ته رسېدلي معلومات ښيي چې د نوريې مخکېنی مېړه د شپې د هغې کور ته ورغلی، ډزې يې کړي، نوريه او د هغې ورېندار يې وژلې او ورور او مور يې ژوبل دي.
فيضي وايي، د نوریې تابش مېړه تښتېدلی، خو پوليس پلټنې کوي.
د افغانستان د هنډبال فدراسیون هم دا خبر تأییدوي.
د افغانستان د ښځو... Читать дальше...
د روانې لمریزې میاشتې په ۲۷مه د کابل د ۱۰مې امنیتي حوزې اړوند په یوه امنیتي پوسته کې یو افسر د خپلو دوو همکارانو لهخوا په ډزو ووژل شو.
د وژل شوي افسر حسین علي خپلوان وايي، که څه هم د حسین علي وژونکي نیول شوي، خو اندېښنه لري چې له سزا پرته بېرته ازاد نهشي.
د وژل شوي افسر د خاله زوی غلام رضا نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۳۰مه» ازادي راډيو ته وویل: "د جمعې په ورځ حسین علي د اریا ښارګوتي اړوند په امنیتي پوسته کې و چې ماته له حوزې زنګ راغی او وویل شول چې حسین علي ټپي شوی او اېمرجنسي روغتون ته انتقال... Читать дальше...
په خوست کې په لومړي ځل د والي د مرستیالې په توګه یوه مېرمن وټاکل شوه. د خوست ځایي چارواکي او ښځینه مدني فعالانې هیلهمنې دي چې د ځایي ادارې د یوې لوړپوړې چارواکې په توګه به دغه مېرمن د نجونو او مېرمنو د ستونزو حل ته په وخت ځان ورسوي.
نور حال په دې وېډیویي راپور کې.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتو او په دې هېواد کې د کورنیو جګړو احتمال ته اندېښمن دي.
دغه اندېښنې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۳۰» د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې مطرح شوې.
د جرګې رئیس میر رحمان رحماني وویل، افغانستان په ناوړه وضعیت کې دی، ده د خلکو په یووالي ټینګار وکړ.
ښاغلی رحماني زیاتوي: "هېواد په ناوړه شرایطو کې دی، د خلکو د روحیې د کمزوري کولو لپاره د پټو او ښکاره منابعو څخه تبلیغات کېږي څو قومونه سره بېل او دغه هېواد یو ځل بیا په نیابتي جګړو واړوي. هغه خبرې... Читать дальше...
د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی. نوموړی د مانسهرې د اوګۍ کلي دی، خو له تېرو څو کلونو راهيسې د کاناډا په وېکټوريا ايالت کې اوسي. ترک په مارچ کې پاکستان ته ولاړ، واده يې وکړ او اوسمهال د پېښور د موسيقارانو په مرسته نوې سندرې جوړوي. دی خوښ دی چې په کاناډا کې يې هم د هنر ملګري پيدا کړي او کنسرټونه کوي. د ترک خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په خای کې اورېدای شئ.
د هندوستان سوداګریزو لوبو په دوام نن د دوشنبې په ورځ چینای سوپر کېنګز د راجستان رایلز پر وړاندې ۱۲مه لوبه کوي.
د یکشنبې ورځې په لوبه کې بنګلور د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او درېیمه بریا یې خپله کړه.
په دې لوبه کې بنګلور پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
بنګلور په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۴ منډې وکړې.
په مقابل کې د کلکته نايټ رايډرز لوبډله ونهتوانېده چې هدف پوره کړي.
یادې لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې او د ٣٨ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي په نوم د یوې څلورلارې رغنیزې چارې پیل شوې.
د هلمند د ولایت له مطبوعاتي دفتره نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د شهید الیاس داعي په نوم د څلورلارې د څلي د جوړولو چارې د هلمند د والي جنرال عبدالنبي الهام له لوري د خښتې په ايښودو سره پیل شوې.
د خبرپاڼې له مخې دغه څلورلارې او څلی یې د لښکرګاه د ښاروال انجنير عصمتالله صمدي په لارښوونه د خپلواکۍ څلورلاري جنوب لور ته د الياس داعي کور ته څېرمه جوړېږي.
د دغې... Читать дальше...
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به په دې هېواد کې د امریکا د استخباراتي معلوماتو د راټولولو وړتیا کمه شي، خو بیا به هم دومره وړتیا هلته وي چې له میاشتو مخکې په دې پوه شو چې القاعده بیا ځان منسجم کوي کنه؟
جک سولیوان دغه څرګندونې پرون له امریکایي سياېناېن ټلوېزیون سره په مرکه کې وکړې او ویېویل: "دا خبره چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر کړې درسته ده چې هغه استخباراتي امکانات به چې موږ هلته د ۳،۰۰۰، یا ۳۰ زره او یا هم د سلو زرو... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په غونډه کې د چک جمهوریت د هغې ادعا په اړه بحث وکړي چې د روسیې پوځي جاسوسانیې څو کاله مخکې د مهماتو د یوه زېرمتون په چاودنه کې په لاس لرلو تورن کړي دي.
په دې چاودنه کې چې په ۲۰۱۴ کال د چک په ختیځه د زلین سیمې په وربیتیڅه کې شوې وه، دوه تنه ووژل شول.
د چک جمهوریت هغه روسي پوځي جاسوسان په دې چاودنه کې په لاس لرلو تورن کړي چې په ۲۰۱۸ کال په بریتانیا کې د روسیې د پخواني جاسوس سرګي سکریپال او د هغه لور د مسموم کېدو په پېښه کې په لاس لرلو تورن شوي دي. Читать дальше...
افغان ولسمشر اشرف غني وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو موږ ته د دې فرصت رامنځته کړی چې له سره محاسبه وکړو او د طالبانو او پاکستان لپارهیې هم د انتخاب وخت.
ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون له امریکایي سياېناېن ټلوېزیون سره په مرکه کې وکړې او ویېویل د پاکستان لپاره د انتخاب وخت رارسېدلی.
ښاغلی غني وايي: "ایا دا هېواد غواړي چې د سولهییزې اسیا په اتصال کې د یوه نړیوال لوبغاړي په توګه خپل رول ولوبوي یا د ګډوډۍ لاره غوره کوي."
ولسمشر غني طالبان هم ورته انتخاب ته راوبلل او زیاتهیې کړه،... Читать дальше...
شیخ رشید پر خپله ټویټر پاڼه په خپل بیان کې ویلي چې دغه مذاکرات د پنجاب صوبایي حکومت کړي دي. دی وايي، تحریک لبیک ۱۹۲ ځایونه تړلي ول چې په هغوی کې د اتوار په ورځ (۱۸م اپرېل) حکومت ۱۹۱ ځایونه خلاص کړي دي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو عسکرو د وتو اعلان د لوبې بدلون بولي او وايي، دا هغه څه و چې طالبانو او نورو یې فکر نهکاوه، خو دهیې له وړاندې محاسبه کړې وه او له دوو کلونو وړاندې یې ورته بشپړ چمتووالی نیولی و.
ښاغلي غني د سياېناېن ټلوېزیون له فرید زکریا سره مرکه کې د امریکايي او ناټو عسکرو وتل یو فرصت بللی او یو ځل بیا یې پر طالبانو او پاکستان غږ کړی چې د اسیا زړه کې له ارامۍ او ورانۍ څخه یو وټاکي.
جمهور رئیس غني دا ډاډ هم ورکړ چې د بهرنیو عسکرو په وتو سره به د افغانستان نظام له هېڅ ډول ګواښ سره مخ نهشي. Читать дальше...
بلینکین د اپرېل په ۱۸مه له اې بي سي ټيليويژن سره په مرکه کې وويل، واشنګټن باید په نورو مهمو مسلو لکه چين سره اړيکې، کوويډ-۱۹وبا او موسمېاتي بدلون باندې "خپله انرژي او وسايل" متمرکز کړي.
د امریکا په متحده ایالاتو کې نیمايي لویان، نږدې ۱۳۰ ملیونه هغه کسان د کرونا پر ضد لږترلږه یو ځل واکسین شوي چې له ۱۸ کلونو پورته عمرونه لري.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز پرون (د اپرېل په ۱۸مه) راپور ورکړ چې دا د لویانو د نفوس ۵۰،۴ فیصده برخه جوړوي.
دې ډله کې کابو ۸۴ ملیونه کسانو ته چې د نفوس یو پر درېیمه برخه جوړوي، بشپړ واکسین ورکول شوی دی.
دغه هېواد کې چې کرونا تر ټولو زیات ځپلی د واکسین چارې ګړندۍ شوي او په ورځ کې څه باندې درې ملیونه کسانو ته تزریقېږي.
له دې سره هممهاله... Читать дальше...
د امریکا د ملي امنیت سلاکار وایي، د دوی د پوځیانو له وتلو وروسته هېڅوک د افغانستان راتلونکې نهشي تضمینولی.
جک سولیوان دا خبره پرون یکشنبه فاکس نیوز سره په مرکه کې وکړه، خو ورته وخت کې یې ټینګار وکړ چې امریکا به پر هغو ترهګریزو ګواښونو متمرکزه پاته شي چې له افغانستان سرچینه اخلي.
روېټرز خبري اژانس د سولیوان په حواله ویلي، څه چې امریکا کولای شوای، هغه د افغانستان حکومت او خلکو ته د سرچینو برابرول او د افغان ځواکونو روزنه او سمبالول و چې په خبرهیې واشنګټن ترسره کړل.
د امریکا ولسمشر جو بایډن... Читать дальше...
د اوکراین، روسیې، فرانسې او جرمني د مشرانو لوړپوړي سلاکاران نن سره ټولېږي چې د یوې احتمالي غونډې تګلاره جوړه کړي.
دا غونډه د اوکراین ختیځ کې د کړکېچ د کمولو په هدف جوړېږي.
د سلا مشورو تر کچې نننۍ راټولېدنه له هغه وروسته ترسره کېږي چې تېره اوونۍ د اوکراین، فرانسې او جرمني مشرانو له روسیې وغوښتل چې د اوکراین پولې ته نږدې د سرتېرو حضور بېرته کم کړي.
د اوکراین په ختیځ کې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ د تېر اوړي نازک اوربند هم وروستیو اوونیو کې مات شوی.
دغې سیمه کې د... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواګونو له وتلو سره به هېواد کې یو نوی فصل پرانیستل شي او د افغان ځواکونو مسؤلیتونه به لاپسې زیاتېږي.
د ليکوال په وینا، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ناڅاپي اعلان د استانبول پر غونډه هم سیوری غوړولی او داسې برېښي چې د استانبول ناسته چې د بن غونډې ته ورته وه، اوس د رسمي غونډې دریځ غوره کړی چې دا د خلکو او ګوندونو په ذهنونو کې هېڅ ډول عملي تضمین نهلري. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
"Динамо" и "Зенит" назвали стартовые составы на матч 26-го тура РПЛ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Мирра Андреева замыкает год // 16-летняя российская теннисистка успешно стартовала на крупном турнире WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Прокуратура Москвы: тело мужчины нашли в лесопарке в Сокольниках
Путин в России и мире
Москва
Париж решил показать, что такое ядерное сдерживание России по-французски
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Басманный суд Москвы арестовал продюсера Reuters Константина Габова за помощь ФБК в подготовке материалов
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Анастасия Волочкова
Балерина Волочкова часто летала на Мальдивы из-за возможности поплавать без трусов
Москва
Латвия: подорвёт ли Байба Браже заложенную Кришьянисом Кариньшем мину?
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net