د غويي اتمه کابل ته د مجاهدینو د داخلېدو ورځ، تېر کلونه به دغه ورځ په کابل او ولایتونو کې په ځانګړو مراسمو سره نمانځل کېده، خو روان کال خبره یوازې د اعلامیو تر بريده وه.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د غويي د اتمې نېټې په مناسبت اعلامیه کې ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې طالبان له تېر تاریخ نه په الهام د هېواد د راتلونکي په اړه فکر وکړي او د جنګ او تاوتریخوالي پر ځای سیاسي موخې د مشارکت، ملي، ډیموکراتیک بهیر او د خلکو ارادو ته د مراجعې له لارې تعقیب کړي.
دغه اعلامیه چې د چهارشنبې په ورځ... Читать дальше...
د جنوبي وزيرستان په مکين کې د ځايي خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو احتجاجي پرلت دوام لري. دوی د اپرېل له ۲۶مې د بي بي زی رغزی کلي د هغو دوو وژل شويو ځوانانو مړي هم په پرلت کې ايښي دي چې په وينا يې، د پاکستان امنيتي ځواکونو وژلي دي. دا احتجاج کوونکي له حکومته غواړي چې د وژل شويو ځوانانو قاتلين دې ګرفتار کړي، له اغېزمنو کورنيو سره دې مالي مرستې ورسره وشي او پوځ دې په سيمه کې کورونه خالي کړي. د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر وايي، د نامعلومه وسله والو پرضد يې راپور درج کړی او پېښې پلټنې يې پيل کړې دي. Читать дальше...
د اسیا پراختیايي بانک وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان اقتصادي وده ښه شوې او وړاندوینهيې کړې چې راتلونکی کال کې به لا ښه شي.
دغه بانک د یوه نوي راپور په خپرولو سره لیکي، په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصادي وده د بېلابېلو ستونزو له کبله منفي ۵ وه، خو وړاندوینه کوي چې روان کال به ۳ او په ۲۰۲۲ کال کې به ۴ سلنه ته لوړه شي.
دا راپور د "اسیا پراختیايي بانک او په ۲۰۲۱ کال کې د اسیا لیدلوری" تر عنوان لاندې نن خپور شو.
دې راپور کې د ۲۰۲۰ کال پر مهال د افغانستان پر اقتصادي وضعیت د منفي اغېز لاملونه،... Читать дальше...
دا قرارداد د واکمن تحریک انصاف ګوند د اسمبلۍ غړي ضیاء الله بنګش وړاندې کړی وو چې اسمبلۍ په اکثریت سره منظور کړ.
امریکایې سناتورې جین شاهین پرون د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل چې هرڅه یې په وسه وي باید افغان میرمنو د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره یې ترسره کړي . هغې همدا راز وویل هغه څه چې امریکا به یې په راتلونکو میاشتو کې ترسره کړي ، په راتلونکو نسلونو کې به د افغان میرمنو لپاره اغیزمنې وي. پدې استماعیه غونډه کې د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سناتورانو پوښتني ځوابولې.
په کابل کې د امریکا سفارت د امنیتي ګواښونو له کبله د خپلو کارکوونکو شمېر کموي.
د دغه سفارت شارژدافیر راس وېلسن نن پر ټویټر ولیکل چې په کابل کې د تاوتریخوالي او ګواښونو راپورونو د ډېرېدو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې په کابل کې د امریکا د سفارت یو شمېر کارکوونکي له دې هېواده ووځي.
راس وېلسن زیاتوي هغه کسان چې کولای شي همدا دندې له بل ځایه ترسره کړي، له دې ځایه ایستل کېږي، خو هغه پرسونل چې د امریکایي سرتېرو د وتلو بهیر سره تړلو موضوعاتو او هم د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره مهم کارونه ترسره کوي، په دې سفارت کې پاتېږي. Читать дальше...
روسیې اعلان وکړ چې د سلواک او د درېیو نورو بالتیک هېوادونو ۷ ډیپلوماتان باسي.
دا ډیپلوماتیکه جګړه وروسته له هغه راپورته شوه چې چک جمهوریت ادعا وکړه چې په ۲۰۱۴ کال کې د دې هېواد په یوه ډیپو کې په مرګونې چاودنه کې روسیه ښکېله وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیه کې وویل چې په مسکو کې د سلواک، لیتوانیا، لاتویا او استونیا سفارتونو ته خبر ورکړل شوی چې د مې تر ۵مې نېټې دمخه دې د دغو هېوادونو ۷ ډیپلوماتان له روسیې ووځي.
د روانې میاشتې په سر کې چک جمهوریت یو شمېر روسي ډیپلوماتان له... Читать дальше...
په پاکستان کې يوه غير حکومتي تحقيقاتي اداره انسټيټيوټ فار ريسرچ، اېډوکېسي اېنډ ډيويلپمېنټ وايي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۰ز کال کې د انټرنېټ ازادۍ کې ډېر کمۍ راغلی دی. ادارې په کلني رپورټ دا هم ويلي چې په پاکستان کې د انټرنېټي جرمونو د مخنيوي قانون د خبريالانو او فعالانو پرضد استعمال شوی دی. د مشال تر رڼا لاندې کې په دې هېواد کې د انټرنيټي ازادۍ په اړه بحث شوی دی.
د افغانستان ختیځ ولایت خوست اوسېدونکې حکمینه ښايي يوازينۍ ښځه وي چې د جنسیتي تبعيض په اړه بې پروا او د نارينه جامو اغوستلو سره په ښار کې ګرځي.حکمینه وايي، هغې له ماشومتوب راهیسې د سړیو له جامو اغوستو سره علاقه درلوده د هغې ډېری ناسته ولاړه له نارینه وو سره ده او تل له ځان سره یو ټوپک هم ګرځوي. پدې راپور کې موږ د هغې ژوند ته لنډه کتنه کوو.
په پاکستان کې د افغانستان سفير نجيب الله عليخېل وايي د پاکستان لوری دوی ته وايي چې پر طالبانو اثر رسوخ لري نو ځکه افغان حکومت هيله لري چې دا اثر رسوخ به پر طالبانو د تشدد کمولو او مذاکراتو لپاره وکاروي. نوموړي پاکستانيانو ته د افغانستان د وېزو پر موضوع هم غږېدلی دی. له هغه سره د طاهر خان کړې مرکه وګورئ.
د پاکستان حکومت د کورونا وایرس مخنيوي لپاره د مې مياشتې له اتمې تر شپاړسمې پورې د صوبو ترمنځ په تګ راتګ بندیز لګولی دی.
د کورونا وایرس د مخنیوي قامي ادارې (نېشنل کمانډ او اپرېشن سنټر) تر غونډې وروسته د اپرېل په ۲۸مه د کورنيوو چارو له محکمې خپاره شوي نوټيفیکېشن کې راغليچې د اختر په ورځو کې به پر سېلګرۍ هم بندیز وي. همداراز به د ضلعو ترمنځ د سورلۍ ګاډو ته د تګ راتګ اجازه نه وي.
د پاکستان روغتيا وزارت له خلکو غوښتي چې د کورونا وایرس د لا نور خپرېدو مخنيوي لپاره ضرور ده چې ماسکونه وکارول شي، لاسونه... Читать дальше...
د اروپا د فوټبال جام د اتلولۍ په نیمه پایلوبو کې نن ماښام د پاریس سنت جرمن او مانچستر سیتي لوبډلې سیالي سره کوي.
دا لوبې د افغانستان په وخت د شپې ۱۱:۳۰ دقیقې په پاریس کې ترسره کېږي.
تېره شپه د همدې دور په یوې بلې لوبه کې ریال مادرید په خپل کور کې د چلسي ټیم سره په سیالۍ کې یو د یو په مقابل کې مساوي شو.
ریال مادرید پایلوبې ته د رسېدو لپاره باید د راتلونکې اوونۍ په لوبو کې چلسي ته لږترلږه د یوه ګول په توپیر ماته ورکړي.
د امریکا متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او وقایې مرکز یو بل لارښود په ډاګه کړی چې له مخې بهیې ځیني خلک مجبور نهوي له کوره بهر ماسکونه واغوندي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي د کرونا ویروس د واکسین تطبیق عادي حالت ته د امریکا د بېرته راتلو سره ډېره مرسته کوي.
یاد مرکز پرون اعلان وکړ چې هغه کسان چې په بشپړ ډول واکسین شوي وي، په یوه لوی جمعیت کې له حضور پرته، په نورو ځایونو کې مجبور نهدي چې ماسکونه واغوندي.
د دې ادارې په وینا هغه کسان چې لا تر اوسهیې د کرونا... Читать дальше...
د لوګر چارواکي د طالبانو د سرې قطعې قوماندان او د ملي اردو د درېیو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ په یوې خبرپاڼه کې راغلي، عبدالحمید چې په حماسي مشهور وو له خپلو ۴ نورو ملګرو سره تېره شپه ووژل شو.
د اعلامیې له مخې دغو وسلهوالو د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونو وکړل او د متقابلو نښتو سره مخامخ شول.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ په خبره په دې نښتو کې د ملي اردو ۷ سرتېري هم ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
سناتوران له دې درکه اندېښمن وو چې که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل او طالبان بیا واک ته ورسېدل، د ښځو حقونه به څنګه شي او ایا افغانستان به بیا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي!؟
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د افغانانو (عام افغانان)، افغان حکومت او ان طالبانو په ګډون هېڅ یو لوری نهغواړي چې په دې هېواد کې یو ځل بیا کورنۍ جګړه پیل شي.
ښاغلي بېلنکن له سياېناېن ټلوېزیون سره مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکايي عسکرو له وتو وروسته به، یوه تشه رامنځته شي چې له مخې یې طالبان له نظامي لارې واک ته ورسېږي او یا به هم په دې هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شي؟ دا یوه احتمالي سناریو وبلله.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پیل د هېڅ لوري په ګټه نهبولي. Читать дальше...
افغان چارواکيوايي د هغو بهرنيوو داعش غړو په اړه یې د هغوی هېوادونو سره خبرې پېل کړي چې په افغانستان کې بندیان دي.
د افغانستان استخباراتي ادارې، اين ډي ایس مشر احمد ضيا سراج د اپرېل په ۲۷مه په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې دوی سره دا مهال ۴۰۸ بهرني داعش وسله وال بنديان دي. د نوموړي په خبره په دوی کې د پاکستان ۲۹۹ وګړي شامل دي.
هغه زیاته کړه: ((د چين، هند، روس او ازبکستان په شمول د ۱۴ هېوادونو وګړي موږ سره بندیان دي. دا ټول د داعش غړي دي چې موږ په بېلابېلو وختونو کې نيولي دي. د بندیانو سره د دوی ۱۷۳ماشومان هم دي. Читать дальше...
په واشنګټن کې مېشت د بشري حقونو ډله، فریډم هاوس په خپل کلني راپور کې په اروپا او اروپا-اسیا هېوادونو کې ډیموکراسۍ ته اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې کله هم ډیموکراتیکې هڅې په دغو هېوادونو کې دومره کمزورې نهوې.
فريډم هاوس په اروپا او اروپا-اسیا یا ایرواېشیا سیمه کې له ډیموکراسۍ د په شاتګ لپاره خبرداری ورکړ.
د بشري حقونو دا مؤسسه وایي، منتخب مشران په ګڼو هېوادو کې ډیموکراتیک بنسټونه کمزوري کوي څو په واک کې پاتې شي او په دې ډول استبدادي واکمنۍ ته لار پرانیزي.
په '۲۰۲۱م... Читать дальше...
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وايي، له ایران سره د سعودي د اړیکو د ښه کېدو هیله لري، خو د ایران منفي چلند ستونزې پېښوي.
سلمان نن (چهارشنبه) په یوه مرکه کې د ریاض او تهران د اړیکو د ټینګېدو د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ایران د سعودي یو ګاونډی هېواد دی او دوی ټول هیله لري چې له ایران سره ښې اړیکې ولري.
د ایران او سعودي اړیکې د یمن او ګڼو نورو مسئلو پر سر ترینګلې دي.
ایران د حوثیانو ملاتړ کوي، خو سعودي عربستان د یمن د هغه دولت ننګه کوي چې ملګرو ملتونو په رسمیت پېژندلی دی.
سعودي عربستان وايي، د سور سمندرګي په غاړه په ینبع بندر سیمه کې یې د یوې بېړۍ چې له چاودېدونکو موادو ډکه وه او له لیرې کنټرولېده، د حملې مخه نیولې ده.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان دفاع وزارت په یوه بیان کې د دې بېړۍ د مخنیوي او لهمنځه وړلو یادونه کړې، خو نور جزئیاتیې نهدي څرګند کړي.
تر دې وړاندې په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان د تېلو په یوه ترمینل کې د دغه هېواد یوه بېړۍ د چاودنې په نتیجه کې زیانمن شوې وه.
د امریکا او اسرائیل د ملي امنیت سلاکارانو د ایران او دوه اړخیزو مسئلو په اړه پرون په واشنګټن کې خبرې وکړې.
سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان او د اسرائیل د ملي امنیت سلاکار مییر بن شبات په وروستیو کلونو کې د ایران د اټمي پروګرام د پرمختګ په اړه پر خپلو جدي اندېښنو خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې دغهراز راغلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار د ویانا د خبرو په اړه اسرائیلي ساري ته معلومات ورکړل او د ایران د اټمي پروګرام په اړهیې له اسراییل سره په راتلونکي کې مشورې ته لېوالتیا وښوده.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي د خپل هېواد پوځ ته وویل چې په پولو کې د روسي ځواکونو له کمېدو سره سره تیارسی اوسي ځکه چې دا پوځیان هره شېبه بېرته راګرځېدای شي.
زلېنسکي پرون (سې شنبه) کریمیا ته نږدې د اوکرایني پوځیانو د لیدو پر مهال وویل، د روسي ځواکونو د لیرې کېدو معنی دا نهده چې د اوکراین پوځ چمتو ونهاوسي. روسي پوځیان هره شېبه بېرته پولو ته راګرځېدای شي.
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو پرون وویل چې د اوکراین له پولو د ځواکونو شا ته کولیې د لوېدیځ له فشار سره تړاو نهلري، بلکې مسکو د ځان ساتنې لپاره هر هغه څه کوي چې لازم وي. Читать дальше...
د مصر د ګرځندوی او لرغوني میراث وزارت وايي، د دغه هېواد لرغونپېژاندو د نیل سین په دلتا کې ۱۱۰ لرغوني قبرونه کشف کړي دي.
دا قبرونه چې په ځینو کې یې د انسان جسدونه هم شته، له قاهرې ۱۵۰ کیلومتره لیرې په داکاهلیا سیمه کې موندل شوي.
د مصر د لرغونو میراثونو او ګرځندوی وزارت پرون همداراز وویل چې ۶۷ قبرونه بیضوي بڼه لري او له ۳ زره تر ۶ زره میلاد مخکې دورې پورې تړاو لري.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته حاضر شو او د افغانستان په اړهیې د سناتورانو اندېښنو ته ځواب ووایه.
سناتوران له دې درکه اندېښمن وو چې که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل او طالبان بیا واک ته ورسېدل، د ښځو حقونه به څنګه شي او ایا افغانستان به بیا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي!؟
ښاغلي خلیلزاد وویل، که طالبان وغواړي چې د امریکا ګټې له خطر سره مخامخ کړي، نو بیا به وځپل شي.
ده زیاته کړه، که احیاناً طالبان واک ته ورسېدل او د ښځو... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې یو شمېر امریکایانو ته امر کړی چې له دغه هېواده دې راووځي.
د بهرنیو چارو وزارت پرون په افغانستان کې د امریکا د حکومت کارکوونکو ته خبر ورکړی چې کهیې کارونه له نورو ځایونو کېږي له پلازمېنې کابل دې راووځي.
په خبرتیا کې راغلي چې د افغانستان ټولو سیمو ته سفر خوندي نهدی ځکه د سړي تښتونو، بمي بریدونو، وسلهوالو حملو او ډول ډول خطرونو کچه پهکې خورا لوړه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت روېټرز اژانس ته په اېمېل کې لیکلي چې دا امر په کابل کې د امریکا سفارت... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Лучшие кадеты ПФО побывали на репетиции Парада Победы в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Андрей Рублёв
Рублев о победе на "Мастерсе" в Мадриде: у меня нет слов
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Жителей Москвы предупредили об аномально холодной погоде
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о героях нашего времени
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Польский судья отказался от должности и попросил защиты у Лукашенко. Он обвинил Варшаву в нечестной политике
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Queen
В день рождения White Queen собрала гостей на вечеринку в ARBAT 21
Москва
Столичный бизнес нарастил энергопотребление в январе-марте 2024 года на 6,2%
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net