Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Апрель
2021

Новости за 10.04.2021

بشري حقونو افغان کمېسیون: افغان ځواکونو خوست کې دوه تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هاوان مرمۍ له امله یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي دي. د دغه کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ د شنبې (د وري ۲۱مه) په ورځ رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې دغه پېښه کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي: "دواړه خواوې باید د افغانانو غوښتنې ومني او اوربند وکړي، له بلې خوا له افغان دولته مو غوښتنه دا ده چې د خلکو په ساتنه کې مخکښ شي او دې برخه کې مسولانه چلند وکړي." خو دغه کمېسیون دا نه دي ویلي... Читать дальше...

بریتانویان د شهزاده فیلیپ په مرګ غمجن دي

Pa.azadiradio.com 

په بریتانیا کې د ملکې الیزابت د خاوند شهزاده فیلیپ د ویر مراسم روان دي. فیلیپ چې څه باندې ۷ لسیزې یې له ملکې سره ګډ ژوند تېر کړی، د جمعې په ورځ د ۹۹ کلونو په عمر وفات شو. نور په دې ویډیو کې وګوری

ایرانۍ نجلۍ په ګرجستان کې ژوند او ازادي لټوي

Pa.azadiradio.com 

پګاه پنځه ویشت کلنه ایرانۍ نجلۍ ده چې د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې موسیقي غږوي. هغه د ښه ژوند لپاره له ایرانه دلته راغلې، خو وایي ګرجستان کې چې کوم چلند ورسره کیږي، کټ مټ داسې دی لکه ایران کې چې له افغان کډوالو سره کیږي. دغه راپور کې پګاه نوره هم پیژنئ



د قبايلي ضلعو او بلوچستان زده کوونکو د نه خوړلواحتجاج پيل کړی

Mashaalradio.com 

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د پاکستان مېډیکل کمېشن ودانۍ مخې ته د خيبر پښتونخوا قبایلي ضلعو او بلوچستان زده کونکو احتجاجي پرلت روان دی چې د اپرېل له اتمې يې د نه خوړولو احتجاج هم پیل کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان په طب کالجونو کې دې د دوی پخوانۍ ځانګړې څوکۍ بحالې کړل شۍ. نور حال په ويډيويي راپور کې.

فوټبال؛ 'اِل کلاسیکو' لوبه له نندارچیانو پرته ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال مینه والو ته زېری چې نن شپه د اِل کلاسیکو شپه ده. اِل کلاسیکو د اسپانیا د فوټبال لیګ د سرسختو حریفانو یعنې د ریال مادرېد او بارسلونا د لوبډلو ترمنځ لوبې ته ویل کېږي.  د ریال مادرېد په کوربه توب دا سیالي د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د محدودیتونو په ترڅ کې په لوبغالي کې له نندارچیانو پرته ترسره کېږي، خو تمه ده چې د فوټبال سلګونه میلیونه مینه وال به یې نن د کابل په وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پر ټلوېزیونونو ننداره وکړي.

لوېډ اسټن د امریکا متحدو هېوادونو ته د سفر لړۍ پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د پنټاګون مشر نن شنبه (د وري ۲۱مه) د امریکا متحدو هېوادونو ته د سفر لړۍ پیلوي.  د دفاع وزیر لوېډ اسټن دا سفر داسې مهال پلان شوی چې د اوکراین او روسیې په اړیکو کې کړکېچ په زیاتېدو دی.  اسټن به په را روانه اوونۍ کې د اسرائیل، جرمني او بریتانیا له حکومتي او پوځي مشرانو سره وګوري او د اپرېل په ۱۴مه به په بروکسل کې د ناټو په مقر کې له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په کتنه کې د روسیې د بې ثباته کوونکي چلند د مخنیوي لپاره د ټلوالې د اقداماتو پر څرنګوالي بحث وکړي.  پنټاګون د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان... Читать дальше...

هرات چارواکي: د ګاز په تأسیساتو کې لګېدلی اور مړ شوی

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د هرات- تورغونډۍ د لویې لارې په اوږدو د ګاز په تأسیساتو کې لګېدلی اور مړ شوی دی.  د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دې اور پېښه کې یو تن برسېرن ټپي شوی دی.  د هرات د برېښنا شرکت د رسنیو مسوولې زینب محسني وویل چې د اور پېښې له کبله د ښار په ځنیو سیمو کې برېښنا قطع شوې وه.  تر دې مخکې د هرات په اسلام کلا بندر کې د اور د لګېدو په پېښه کې سلګونه موټر وسوځېدل.

دفاع وزارت: بدخشان کې ۲۱ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال تر شلو له زیاتو وسله والو سره یو ځای د هوايي ځواک په حملو کې وژل شوی دی.  د دفاع وزارت ویاند فواد امان ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه نور جزئیات ورکړل: "په هغو هوايي حملو کې چې پرون د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې وشوې، ۲۱ طالبان چې د وردوج لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال قاري حیدري هم په کې دی، وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي." طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د افغانستان... Читать дальше...



مبارز او محمدي خپلو اوکرایني او ایراني سیالانو ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د ازادو سیالیو افغان اتلانو بازمحمد مبارز او روح الله محمدي خپلو اوکرایني او ایراني سیالانو ته ماتې ورکړې. لوبې تېر ماښام په کابل کې ترسره شوې چې مبارز د دوهم رونډ په اوله دقیقه کې وتوانېده چې خپلی اوکرایني سیال زکا فتح الله مات او لوبه په خپل نوم کړي. په بلې لوبې کې روح الله محمدي خپل ایراني سیال میلاد شهبازي سره مخامخ شو چې په درې رونډونو کې یوهم مات نه شو، خو په پاې کې د نومرو پر بنسټ محمدي وکړای شول د لوبې بریا په خپل نوم کړي. د تېرماښام په لوبو کې یو اوکرایني او څلور ایراني ورزشکارانو ګډون کړی و. Читать дальше...

د کرکټ 'IPL' سیالۍ؛ چيناى سوپر کېنګز او ډيلي کاپيټلز سره لوبیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د هند د کرکټ د سوداګریزو  لوبو په لړ کې نن شنبه (د وري ۲۱مه) د چيناى سوپرکېنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي. د هند سوداګریز ليګ (اى.پي.اېل) لومړۍ لوبه تېره شپه د ممبي انډينز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په دې لوبه کې پچه بنګلور لوبډلې وګټله او ممبي ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه. ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٩ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ. رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې د ٨... Читать дальше...

د سوک وهنې سیالۍ؛ بلخ لوبډلې اتلولي خپله کړه

Pa.azadiradio.com 

بلخ لوبډلې په مزارشریف کې د سوک وهنې سیالیو اتلولي خپله کړه. د افغانستان د المپیک ملي کمېټې ویاند مجیب قاري زاده نن شنبه (د وري ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو کې له بامیان، کابل، پکتیا، فاریاب، جوزجان، بلخ او حیرتان بندري ښارګوټي څخه ٨٠ لوبغاړو ګډون کړی وو. ښاغلي قاریزاده وویل، دغه سیالۍ د یوې ورځې لپاره نن په مزارشریف ښار کې ترسره شوې. د نوموړي په وینا د سیالیو په پای کې د بلخ لوبډلې د اتلوالۍ مقام خپل کړ او سمنګان او کابل په ترتیب سره دویم اودرېیم ځایونه خپل کړل. د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

ولسي جرګه کابل ته د پاکستان د پارلماني پلاوي د سفر ځنډېدل څېړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي د شنبې (د وري ۲۱مه) په ورځ کابل ته د پاکستان د پارلمان د رئیس اسد قیصر او ملګري پلاوي د الوتنې د لغوه کېدو په تړاو خپلې یوې غونډې ته د امنیتي بنسټونو د مسؤلینو تر وربللو وروسته، پرېکړه وکړه چې یو کمېسیون به دا موضوع څېړي. د ولسي جرګې د دارالانشاء مشر عبدالقادر ځاځي په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د مجلس پایله دا شوه چې د ولسي جرګه له خوا به یو پلاوی ټاکل کېږي او دا پلاوی به دا ټول مسایل له نږدې څېړي چې هغه ورځ دا مواد هلته څنګه موندل شوي، چا دا کار کړی،... Читать дальше...

روغتیا وزارت پر افغان ورزشکارانو د کرونا ضد واکسین پلی کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت افغان ورزشکارانو ته هم د کرونا ویروس ضد واکسین طبیق پیلوي.  د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي چې عامې روغتیا وزارت افغان ورزشکارانو ته د سل ډوزه کرونا ضد واکسین د ورکړې په برخه کې د دوی غوښتنه منلې او دې برخه کې به هغو ورزشکارانو ته لومړیتوب ورکړل شي چې بهرني ورزشي سفرونه لري او دغه ویروس یې ګواښي.  د المپیک ملي کمېټې سکرتر جنرال یونس پوپلزي د شنبې (د وري ۲۱مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې واکسین پلي کېدل به سر له راتلونکې اوونۍ پیل شي. ښاغلي پوپلزي زیاته کړه... Читать дальше...

زلمي ‌خلیلزاد په کابل کې له ولسمشر غني سره لیدلي

Mashaalradio.com 

د افغان ولسمشر له دفتر - ارګ - څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۱۰مه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

د خلکو له بیا-بیا غوښتنو وروسته د برېښنا د لګښت بېلونه میاشتني شول

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاریان د برېښنا شرکت نوی اقدام چې د برېښنا د لګښت بېلونه به ترې په هره میاشت کې اخلي، ستايي. مخکې له دې به د برېښنا مصروونکو په هرو دوو میاشتو کې د برېښنا بېلونه ورکول. دوی وايي، پخوا تردې نه پوهېدل چې میاشت کې یې څومره برېښنا لګولې ده؟ او بله دا چې د برېښنا د میټر لګښت به په دوو میاشتو کې د لګښت کټه‎ګوري لوړه ښودله او خلک ملکف وو چې د لګښت له لوړې کټه‎ګورۍ سره سم د برېښنا بېل تحویل کړي. د کابل ښار دوه تنه اوسیدونکو هر یو حیات الله او عبدالرحمن ازادي راډیو ته وویل: "مخکې به بېل په دوو... Читать дальше...

چارواکي: خلیلزاد کابل ته راغلی، اشرف غني او عبدالله سره یې کتلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته را رسېدلی دی. د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني نن شنبه له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر د انکشافاتو او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه بحث او خبرې وکړې. هاخوا د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند قریدون خوځون ازادي راډیو ته... Читать дальше...

د کرنې وزارت: تېرکال افغانستان کې ۲۵۰۰ ټنه شات تولید شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان په تېر لمریز کال کې نږدې دوه زره او ۵۰۰ ټنه شات تولید شوي دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند نن شنبه (د وري ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې د وزارت د معلوماتو او احصایي ریاست شمېرې ښیي چې په ۱۳۹۹م لمریز کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې دوه زره او ۴۹۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي. نوموړي وویل، پکتیا د ۸۹۹ ټنه شاتو په تولید سره لومړی ځای خپل کړی دی او وروسته د ننګرهار ولایت د ۵۰۰ ټنو په تولید سره او خوست د ۴۱۶ ټنو په تولید سره د هېواد د شاتو تر ټولو لوی تولیدوونکي ولایتونه دي. Читать дальше...

د یونان پلازمېنه کې د جنایي پېښو یو خبریال وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د یونان په پلازمېنه اتن کې د جنایي پېښو یو خبریال په ډزو وژل شوی.  دا د اروپايي ټولنې په یوه غړي هېواد کې د یوه خبریال د وژنې نادره پېښه ده.  پولیس او سیمه ییزې رسنۍ وايي، د سټار ټلوېزیون خبریال ګیورګوس کارایواز Giorgos Karaivaz چې یو خبري بلاګ یې هم درلود پرون د اپرېل په نهمه د خپل کور د مخې پر سړک د دوو موټر سایکل سپرو په ډزو ووژل شو.  د یوې سیمه ییزې ورځپاڼې د راپور له مخې ګاونډیانو د ډزو غږ نه دی اورېدلی، نو ښايي نوموړی د بې غږه تومانچې په وسیله وژل شوی وي.  د دې قتل د احتمالي عواملو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Юрий Шевчук

"Вся лажа этим заканчивается": Шевчук со сцены в Дубае призвал зрителей к революции





Персональные новости
#123ru.net

28 инвестиционных проектов Туризм.РФ перешли в активную фазу реализации





اتل قول اردو: د کندهار ارغنداب او ژېړۍ کې ۴۲ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې دېره د ملي اردو اتل قول اردو ادعا کوي چې د دې ولایت په ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې ۴۲ طالبان د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.  د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي نن شنبه (د وري ۲۱مه) سهار په یوه غږیز پیغام کې په دې اړه رسنیو ته معلومات ورکړل: "تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قوې په ملاتړ د کندهار په ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې وسله وال طالبان په نښه کړل چې په پایله کې یې ۴۲ تنه طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول."  له کندهاره د یوه بل خبر له مخې د کندهار د ملي امنیت ریاست... Читать дальше...

د امرالله صالح دفتر:کابل کې د داعش ډلې مشر ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر د ملي امنیت د ځواکونو له خوا په پلازمېنه کابل کې د داعش ډلې د مشر د نیولو خبر ورکوي.  د امرالله صالح دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې شېبه مخکې خپره شوه ویلي دي چې غلام ناصر الخراساني په کابل کې ښار کې په لسګونه تروریستي حملو، وژنو او اختطافونو کې لاس درلود.  په خبرپاڼه کې نوموړی د داعشي طالبانو د تروریستي ډلې مشر بلل شوی.  د خبرپاڼې له مخې الخراساني د کابل له لویدیځ څخه د یوه ۱۴ کلن هلک په تښتولو کې هم لاس درلود.

د ایران-امریکا اټمي تړون؛ د ایران او نړیوالو قدرتونو خبرې پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د ایران د اټمي موافقې د ګډ کمېسیون غونډه د ایران او په دې موافقې کې د پاتې شاملو هېوادونو د استازو په ګډون پرون جمعه(د وري ۲۰مه) په ویانا کې پای ته ورسېده.  په دې خبرو کې چې ۴ ورځې یې دوام وکړ، د ایران ترڅنګ د جرمني، بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او اروپايي اتحادیې ډیپلوماتانو برخه لرله.  امریکا هم په غیر مستقیم ډول د ویانا په غونډه کې ګډون درلود او اروپايي ډیپلوماټانو د خپلو خبرو له حاله امریکایان خبرول.  پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل، د ایران له لوري پر دې ټینګار چې... Читать дальше...

مسیر: د ترکیې غونډه به په ټاکلې نېټه ترسره شي او که نه؟

Pa.azadiradio.com 

مسیر مسیر ورځپاڼې په سرلیکنه کې د ترکیې غونډې په تړاو لیکلي، که څه هم د ترکیې ناستې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو لا هم معلومه نه ده چې دغه غونډه به په ټاکلې نېټه ترسره شي او که نه؟ د لېکوال په وینا د یادې غونډې د جوړېدو پر وړاندې لا هم جدي خنډونه شته چې يوه مهمه يې  لا هم د امریکا او طالبانو تر منځ د ځواکونو د وتلو په تړاو لانجه ده چې نه ده هواره شوې او که دا لانجه حل نه شي، نو د ترکیې غونډه به یا وځنډېږي او یا به هم بریالۍ نه وي. بله مسئله چې ورځپاڼې ورته اشاره کړې هغه دا ده چې لا هم... Читать дальше...

هرات چارواکي: د کمرکلاغ د ګازو په تأسیساتو کې اور لګیدلی

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د هرات – تور غونډۍ د لویې لارې په اوږدو کې د ګازو په تأسیساتو کې اور لګیدلی دی.  د هرات والي سید وحید قتالي وایي، اطفاییه د کمرکلاغ سیمې ته چې اور په کې لګیدلی دی، استول شوې ده او د دوه سوه اووم ظفر قول اردو اطفاییې هم سیمې ته حرکت کړی دی.  تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د هرات د رسنیو مسوولې زیبت محسني وویل چې د دې پېښې له امله د هرات ښار په ځینو سیمو کې برېښنا قطع شوې ده.

Спорт в России и мире
Москва

Лучшие кадеты ПФО побывали на репетиции Парада Победы в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Ига Свёнтек

«Ну и кто сказал, что женский теннис — это скучно?» Свёнтек — после матча с Соболенко


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Синоптик Позднякова: москвичей 7 мая ждет аномально холодная погода





Путин в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о героях нашего времени


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Польский судья приехал в Минск и попросил защиты у Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Филипп Киркоров

«Попрошайка»: Киркоров унизил Успенскую в эфире шоу



Москва

В Москве прошла встреча Игоря Маковского с фондом "Энергия русского духа"

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net