پاکستان د سوېلي افریقا په وړاندې وروستۍ لوبه کوي
د پاکستان او سوېلي افریقا ترمنځ وروستۍ لوبه نن ماښام ترسره کېږي.
د افریقا او پاکستان کرکټ لوبډلو دوه یو ورځنۍ لوبې کړي چې یوهیې پاکستان او بلهیې سوېلي افریقا ګټلې ده.
دواړه لوبډلې نن په افريقا کې وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي او دا لوبه چې هره لوبډله وګټي، سیریز یې په بریا تمامېږي.
د تېرې جمعې په ورځ لوبه کې د افریقا لپاره کوېنټن ډیکاک، ټېمبا بووما، رسي ونډر ډوسین او ډېوېډ مېلر ښه توپ وهنه کړې وه او ټارګېټیې تر ۳۴۲ پورته کړی و، خو د پاکستان لپاره یوازې فخر زمان ۱۹۳ منډې وکړې او لوبه سوېلي افریقا د ۱۷ منډو په توپير ګټلې وه.