د هند د بالیووډ سینما مشهور ستوری سلمان خان مار چیچلی
![د هند د بالیووډ سینما مشهور ستوری سلمان خان مار چیچلی](https://gdb.rferl.org/4BE35E35-1074-48F7-A0B4-53124F4EF7A6_w800_h450.jpg)
د هند د بالیووډ سینما مشهور ستوری سلمان خان د مار له چیچلو وروسته شپږ ساعته په روغتون کې تېر کړل.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې سلمان خان ویلي چې د دوشنبې په ورځ د خپلې زوکړې د ۵۶مې کلیزې له لمانځلو مخکې دوه ځلې مار چیچلی دی.
سلمان خان زیاته کړې چې هڅهیې کوله مار ممبیي ته نږدې له خپل کوره وباسي چې دی یې وچیچه.
د هغه په خبره مار په مصون ډول ځنګله ته لېږدول شوی.
د هغې څېړنې له مخې چې تېر کال خپره شوې، په هند کې د مار چیچلو له امله هر کال شااوخوا ۵۸ زره کسان مري.