طالبانو د نورین ټلوېزیون مشر عارف نوري خوشې کړ
طالبانو د نورین ټلوېزیون د امتیاز خاوند عارف نوري خوشې کړ.
د عارف نوري زوي رومان نوري ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو نن مازدیګر ۴:۰۰ بجې د ده پلار خوشې کړی دی.
رومان نوري وایي چې د پلار روغتیایي وضعیتیې ښه دی، خو د دې په اړه چې هغه نږدې ۵۰ ساعته چېرته تېر کړي څه ونهویل.
عارف نوري د یکشنبې په ورځ د غرمې ۱ بجه د طالبانو لهخوا نیول شوی و.
د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې اجرائیوي رئیس حجتالله مجددي تېره ورځ ازادي راډیو ته ویلي و طاالبانو دوی ته ویلي چې د عارف نوري نیول کېدل د هغه له خبریالۍ سره تړاو نهلري.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد تر اوسه د دې نیونې په تړاو ازادي راډیو ته نهدي ویلي.