ګارډین: ممکن بریتانیا له افغانستانه د ځینو افغانانو د ایستلو له پلانه لاس په سر شي
![ګارډین: ممکن بریتانیا له افغانستانه د ځینو افغانانو د ایستلو له پلانه لاس په سر شي](https://gdb.rferl.org/0C33F650-9F54-46DF-AACE-A0991F953F4A_w800_h450.jpg)
دوحه نیوز
دوحه نیوز انټرنټي خپرونې په افغانستان کې د قطر پر احتمالي پانګونې یوه لیکنه خپره کړې ده.
په لیکنه کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ د وزیر ملا عبدالله لطیف منصور په حواله راغلي چې قطر غواړي افغانستان کې د لمریزې برېښنا پر تولید پانګه واچوي.
په مطلب کې وړاندې راغلي، ټاکل شوې د قطر د اړوندو ادارو یو پلاوی په همدې تړاو د لا زیاتو بحثونو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
افغانستان په کال کې ۱،۶۰۰ مېګا واټه برېښنا ته اړتیا لري چې د دوحه نیوز په لیکنه کې راغلي، د افغانستان د برېښنا د تولید کورنۍ سرچینې یوازې ۲۲ فیصده دغه اړتیا پوره کولای شي.
د افغانستان پاته ۷۸ فیصده برېښنا له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا د منځنۍ اسیا له لوري واردېږي چې هغه هم ډېر کله پرچاوي لري.
د مطلب په پای کې راغلي، دوحه داسې په احتمالي ډول د لمریزې برېښنا د تولید معامله کې ځان ښکېلوي چې د خلیج دغه هېواد اوسمهال له افغانستان سره د بشري ناورین په کنټرول کې مرسته کوي.
خپرونې د قطري ډيپلوماتانو په حواله لیکلي، عام افغانان باید د سیاسي تحولاتو سزا ونهویني او هېوادونهیې لاسنیوي ته ورودانګي.
ګارډین
ګارډین ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي، ممکن د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له هغه پلانه لاس په سر شي چې غواړي له خطر سره مخامخ یو شمېر نور افغانان له افغانستانه وباسي.
ورځپاڼې لیکلي، د بریتانیا د کورنیو چارو د وزیرې پریتي پتیل دا پلان اول ښه عام شو، خو اوس د مالي سرچینو له کمښت سره مخامخ دی.
ګارډین د بریتانیا د يوه پخواني لوړپوړي ډيپلومات په حواله لیکلي، دغه هېواد نیت لري چې دغه پلان له عملي کولو مخکې مړاوی کړي.
د ګارډين په لیکنه په بریتانیا کې له خطر سره د مخ افغانانو د مېشتېدو پلان په تېره اګسټ میاشت کې په ډېر شور او زوږ مطرح شو، خو د څلورو میاشتو په تېرېدو لا پیل شوی نهدی.
ورځپاڼې د بریتانیا د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله لیکلي، دا پلان ځکه ځنډېدلی دی چې په کافي اندازهیې ملاتړ ونهشو.
د افغانستان لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پخواني مسؤل ادم تامسن ګارډين ته ویلي، له نښو نښانو داسې ښکاري چې بریتانیا کې د افغانانو د مېشتېدو پلان د سیاسي فرصت طلبانو لهخوا یو مسخره نمایش و چې اوس له ماتې سره مخامخ شوی دی.
په بریتانیا کې له خطر سره د مخامخ افغانانو د بیا مېشتېدو د پلان وېبپاڼه د سپټمبر له ۱۳مې را په دې خوا اپډېټ یا تازه شوې نهده، خو د بریتانیا حکومت وړمه شپه د افغانانو د بیا مېشتېدو پلان د بریتانیا په تاریخ کې تر ټولو سخاوتمندانه طرحه یاده کړه.