د اسرائیل صدراعظم نفتالي بېنېټ متحده عربي اماراتو ته ورسېد
![د اسرائیل صدراعظم نفتالي بېنېټ متحده عربي اماراتو ته ورسېد](https://gdb.rferl.org/00db0000-0a00-0242-7aa7-08d9bdb34dcb_w800_h450.jpg)
د اسرائیل صدراعظم نفتالي بېنېټ پرون د لیندۍ په ۲۱مه نېټه متحده عربي اماراتو ته ورسېد.
بېنېټ د اسرائیلو د تاریخ لومړنی صدراعظم دی چې اماراتو ته په رسمي سفر ځي.
بېنېټ وروسته له هغه ابوظبي ته سفر کوي چې د اسرائیلو او اماراتو ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب رسمي اړیکې ټینګې شوې.
د اسرائیل صدراعظم ته د تشریفاتو ګارډ لهخوا هرکلی وویل شو او د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شېخ عبدالله بن زاید النهیانیې مخې ته ورغلی و.
ښاغلي بېنېټ وویل، اسرائیل له اماراتو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا غواړي.
اسرائیل او متحده عربي اماراتو له اوږدې مودې راهیسې په امنیتي برخه کې پټه همکاري کوله، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ابراهیم د تړون په اساس رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې ټینګې شوې.