اروپایي ټولنه: افغانستان ته مو د مرستو ۱۰مه بسته ورسېده
![اروپایي ټولنه: افغانستان ته مو د مرستو ۱۰مه بسته ورسېده](https://gdb.rferl.org/B8367D84-CE27-447F-846B-C7D847218C04_w800_h450.jpg)
اروپايي ټولنې خبر ورکړی چې له افغانستان سره د دې ټولنې د مرستې ۱۰مه بسته پرون د لیندۍ په ۲۱مه کابل ته ورسېده.
د اروپايي ټولنې د مرستې دا جوپه د هوايي دهلېز له لارې افغانستان ته استول شوې ده.
د بحران په چارو کې د اروپايي ټولنې کمېشنرې نز لینار چیچ بېګا پر ټویټر ولیکل چې په دې بسته کې ۲۸۰ ټنه خواړه، درمل او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د علاج اړوند تجهیزات شامل دي.
مېرمن لینارچیچ زیاتوي چې اروپايي ټولنه به تل د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.
له دې مخکې نړیوال بانک له افغانستان سره د مرستې د صندوق له کنګل شویو پیسو څخه د ۲۸۰ ملیون ډالرو د ازادولو خبر ورکړ.
تمه ده چې دا پیسې به د خوړو د نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) او د ملګرو ملتونو د ماشوم د مرستې صندوق یونېسف ته ورکړل شي.
ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان د ژور بشري بحران له ګواښ سره مخامخ دی او اقتصاد یې د سقوط پر مورګه ولاړ دی.