ځینې امریکایي سناتوران: د بایډن اداره دې پر ازبیکستان فشار راوړي
![ځینې امریکایي سناتوران: د بایډن اداره دې پر ازبیکستان فشار راوړي](https://gdb.rferl.org/c742ec1b-f3be-45b9-9811-6d0792a75846_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
یو شمېر امریکایي سناتورانو د امریکا د ولسمشر جو بایډن له ادارې وغوښتل چې د بشري حقونو په خاطر پر ازبیکستان فشار راوړي.
د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب منیندیز او پنځو ډموکراټو سناتورانو په یوه لیک چې پرون دوشنبې خپور شوی، د بایډن له ادارې دغه غوښتنه د ازبیکستان او امریکا د ستراتیژیک شراکت د ډیالوګ له لومړې غونډې مخکې کړې ده.
دغو سناتورانو په دغه لیک کې ویلي چې دا مني چې ازبیکستان د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ کړی، خو بیا هم دا هېواد هڅوي چې هغه اصلاحات چټک کړي چې د ولسمشر شوکت میر ضیاییف یې ژمنه کړې ده.
د دواړو هېوادونو استازي به د روانې میاشتې په وروستیو کې سره وګوري.
دغو سناتورانو ویلي، دغه غونډه ډېر ښه فرصت دی چې له ازبیکستان سره د متحدو ایالاتونو د اړیکو د یوه مهمې برخې په توګه د بشري حقونو درناوی وشي.