ناروې: ۳میاشتو کې ۳ لکه افغانان په غیر قانوني توګه ایران ته تللي
د ناروې د کډوالو شورا وایي، په تېرو درې میاشتو کې له درې لکه زیات افغانان په غیرقانوني توګه ایران ته تللي.
د کډوالۍ په اړه د اروپایي ټولنې په وروستي اونیز راپور کې ویل شوي چې که څه هم په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته اروپا ته په زیاته پیمانه د افغان کډوالو بهیر عملي بڼه نه ده غوره کړې، خو دا اتحادیه پر خپلو سواحلو د افغان کډوالو ورماتېدو ته تیاری نیسي.
د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې په اوس وخت کې ډېر افغانان له غیر قانوني لارو ایران ته ځي، هغه هېواد ته چې په خپله خاوره کې د له درې میلیونه زیاتو افغانانو کوربه دی.
ایران دغه راز له خپلې خاورې د افغانانو د ایستل بهیر ګړندی کړی او په اوونۍ کې د شل زرو نه تر دېرش زره افغانان بېرته خپل هېواد ته استوي.
د مهاجرت د نړیوال سازمان په وینا ایران روان کال د نوومبر تر۲۱مې نېټې پورې له یو میلیون یو لک زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته استولي دي.