پر امریکا د چین تور: واشنګټن د المپیک ژمنیو لوبو روح تر پښو لاندې کوي
![پر امریکا د چین تور: واشنګټن د المپیک ژمنیو لوبو روح تر پښو لاندې کوي](https://gdb.rferl.org/caab0000-0aff-0242-8219-08d9b588b952_w800_h450.jpg)
چین د امریکا متحده ایالات تورن کړی چې په پیکېنګ کې د ۲۰۲۲ کال د المپیک ژمنیو لوبو ته د خپلو ډیپلوماتانو یا دولتي استازو د نهلېږلو په پرېکړې سره د دغو لوبو روح تر پښو لاندې کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیان نن په پیکېنګ کې خبریالانو ته وویل چې واشنګټن هڅه کړې په دغو معتبرو لوبو کې د ایډیالوژیک تعصب او د درواغو او اوازو پر اساس مداخله وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دغو لوبو ته د ډیپلوماتانو او نورو چارواکو د نهاستولو پرېکړې ته په اشاره ویلي چې دغه پرېکړه په شینجن ایالت کې د روانې ډلوژنې او د بشریت ضد جنایتونو او دغهراز د نورو بشري حقونو د سرغړونو پر اساس شوې ده.
ټاکل شوې چې په پیکېنګ کې د المپیک ژمنۍ لوبې د فبرورۍ په څلورمه پیل شي. ژاو ژمنه وکړه چې چین به پرېکنده متقابل اقدامات وکړي او زیاتهیې کړه چې متحده ایالات به د خپلو کړنو بیه پرې کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ويل چې په شینجن سیمه کې تر دوو ملیونو پورې اویغوریان او نور اقلیتونه په زیاتېدونکي ډول په جبري توګه په کمپونو کې ساتل کېږي.