کریم خان: د طالبانو او داعش د سرغړونو څېړلو ته دې لومړیتوب ورکړل شي
![کریم خان: د طالبانو او داعش د سرغړونو څېړلو ته دې لومړیتوب ورکړل شي](https://gdb.rferl.org/92829ECA-040B-46CF-A73D-06F5303DB12B_w800_h450.jpg)
د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال پرون دوشنبې د امریکا د متحدو ایالاتونو په اړه د هغې پرېکړې دفاع وکړه چې دا هېواد یې په افغانستان کې د ترسره شوېو جرمونو د ادعاوو په اړه له څیړنې غورځولی دی.
د دې محکمې څارنوال کریم خان ویلي، د امریکا په نسبت نورو لورو، طالبانو او د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش په دې هېواد کې ناوړه جرمونه ترسره کړي دي.
د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې د بشري حقونو ډلو د سېپټمبر د میاشتې د پرېکړې په خاطر پر هغه انتقاد کړی او ویلي یې وچې نوموړی په دې پرېکړې سره د امریکایي ځواکونو په اړه څېړنه له پامه غورځوي او پرځای یې د افغانستان پر نوېو واکمنانو او د هغوی پر سیالې ډلې، د اسلامي دولت ډلې پر خراسان څانګې تمرکز کوي.
کریم خان په هاګ کې کې یوې غونډې ته وویل، ده دا پرېکړه د اسنادو او شواهدو پر اساس کړې او هغه د دې څرګندونه کوي چې په افغانستان کې ډیرې جدي سرغړونې د داعش او طالبانو له خوا ترسره شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې ده دې مسالې ته لومړیتوب ورکړی او له قاضیانو یې غوښتنه کړې چې په دې اړه څېړنو ته اجازه ورکوي.
له دې مخکې د دې محکمې له خوا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا د ترسره شوېو جرمونو د ادعاوو په اړه څیړنې د واشنګټن سخت غبرګون را پارولی و چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره یې دې ته اړه کړې وه چې په مخکینۍ څارنوالې فاتو بنسودا بندیزونه ولګوي.