جرمني د اټمي پروګرام په اړه د ایران وړاندیزونه رد کړل
![جرمني د اټمي پروګرام په اړه د ایران وړاندیزونه رد کړل](https://gdb.rferl.org/82179B6C-F7C6-4702-8EAE-783C958F8EB0_w800_h450.jpg)
جرمني د ایران د اټمي پروګرام د موافقې په اړه په اووم پړاو خبرو کې د تهران وړاندیزونه رد کړل.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، برلین د تهران وړاندیزونه په ځیر او په بشپړ ډول ارزولي او دې نتیجې ته رسېدلي چې ایران په وروستیو میاشتو کې د شوېو موافقو پر کابو ټولو مسودو ځان ناګاره کړی دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې له ایران سره په خبرو کې د تهران د وړاندیزونو پر وړاندې لومړنی غبرګون دی.
ده دا هم ویلي چې د ایران له لوري شوي وړاندیزونه د خبرو اترو د بریالیتوب سبب کېدای نه شي.