ذبیحالله مجاهد: د ځنګلونو د ساتنې لپاره یوه قطعه جوړیږي
![ذبیحالله مجاهد: د ځنګلونو د ساتنې لپاره یوه قطعه جوړیږي](https://gdb.rferl.org/ab21e566-70e5-473b-a090-71337b9f49de_w800_h450.jpg)
د طالبانو حکومت د افغانستان د ځنګلونو د ساتنې لپاره د یوې نوې شنې قطعې د جوړولو اعلان وکړ.
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د یوه ځانګړي پلاوي د وړاندیز او د رییس الوزرا د منظورۍ له مخې به په غیرقانوني توګه د ځنګلونو د وهلو او د قاچاق د مخنیوي لپاره یوه ۴۵۰ کسیزه قطعه جوړیږي.
د دغې قطعې سل غړي به په کابل او څنګلورو سیمو کې ځای پرځای کیږي او پنځوس، پنځوس غړي به یې د افغانستان په ۷ نورو ولایتونو لکه، کونړ، نورستان، خوست، لغمان، پکتیا، پکتیکا او ننګرهار کې چې ډېر ځنګلونه لري، ځای پرځای کیږي.
د طالبانو حکومت د ځنګلونو د ساتنې لپاره دغه اقدام داسې مهال کوي چې تېر حکومت کې د اکثرو ځنګل لرونکو ولایتونو څخه د ځنګلونو د غیرقانوني وهلو او ګاونډیو هېوادونو ته یې د قاچاق راپورونه ورکړل شوي دي.