ارزګان کې د موټرو د تورو ښيښو د سپینولو کمپاین پیل شو
![ارزګان کې د موټرو د تورو ښيښو د سپینولو کمپاین پیل شو](https://gdb.rferl.org/629f3548-d235-4e2b-8144-500717fb29d9_w800_h450.jpg)
ارزګان کې د غير مسوله وسله والو د فعالیت د مخنیوي او د موټرو د تورو ښيښو د سپینولو کمپاین پیل شو.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر کامران مولوی صاحب وايي، د خلکو د شکايتونو رسېدو وروسته يې هوډ کړی چې په ښار کې د غير مسوله والو د مخنيوي او د موټرو د تورو ښيښو د سپینولو کمپاین پیل کړي.
نوموړی وايي، د دغه کړنې یې هدف په ښار کې د امنيت تامين دی او سرتيرو ته يې امر کړی چې ښار کې د هر ډول ګډوډيو مخه ونيسي او هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې غيرقانوني کړنې ترسره کوي.
کامران مولوي صاحب وويل: "غير مسوله کسان تعقيبوو که ونیول شو وسله ورڅخه اخلو او د هغو موټرو ښيښې هم سپينوو چې تورې وي، دغه اقدام مو د امنيت د تامين په موخه کړی دی."
خلک بیا د طالب د مشرانو د دغه کړنو هرکلی کوي او په خبره يې چې د غیر مسوله وسله والو څخه تر پوزې راغلي.
د ترينکوټ ښار اوسيدونکي وايي، د غير مسوله وسله والو په مخنيوي کې د حاکمو مسولينو دغه ډول اقدام د ستايني وړ دی او غوښتنه کوي چې د ټولو غير مسوله وسله والو څخه وسلې راټولې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې په ترينکوټ ښار کې ډېرو خلکو له مسولينو غوښتنه کوله چې د غيرمسوله وسله والو مخه دې ونيسي او د ښار تنظيم دې سم کړي.