ملګري ملتونه: ښايي افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب شي
![ملګري ملتونه: ښايي افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب شي](https://gdb.rferl.org/6e65cad2-1f04-4dbe-916f-19092e3a8a55_cx12_cy14_cw85_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو سرمنشي اندېښنه وښوده چې روانه میلادي میاشت ښايي په افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب شي.
انتونیو ګوتیریش پرون په جنیوا کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره د بسپنې ټولولو نړیوال کنفرانس ته په وینا کې وویل: "د دې میاشتې تر پای پورې چې ژمی رانږدې کېږي، ښايي ډېر خلک له خوړو محرم شي. البته چې په دغه هېواد کې د کرونا وبا هم دوام لري."
که څه هم ملګرو ملتونو د بشرپالنې د مرستو لپاره د څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې، خو پرون مرستندویو هېوادونو تر یو میلیارد ډالرو د زیاتې بسپنې د ورکړې ژمنه وکړه.