فوزیه وحدت: راتلونکې ته هیله لرم خو خوشبینه نه یم
د سپټمبر ۱۱مه پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د تروریستي حملو شلمه کلیزه وه.
دا ورځ هومره چې امریکایانو او د دې هېواد د تاریخ لپاره اهمیت لري، هومره د افغانستان او نړۍ لپاره مهمه ده. ډېری مورخان په دې باور دي چې پر امریکا د القاعده شبکې دې حملې نړۍ له بنیاده بدله کړې ده خو په افغانستان کې، په تېره د هغه نسل لپاره چې شل کاله مخکې ماشومان و، دا تاریخي پېښه څه معنا لري.
احمدتکل د آریانا ټلویزیون له یوې ویاندې او د ښځو د حقونو له فعالې فوزیې وحدت سره په دې اړه مرکه کړې. دا مرکه دلته وګورئ