اذربایجان: ترکیې او پاکستان سره به د ګډو پوځي تطبیقاتو کوربه یم
اذربایجان وايي، په را روانو څو ورځو کې به له ترکیې او پاکستان سره د ګډو پوځي تطبیقاتو کوربه وي.
دا لومړی ځل دی چې د دې درېیو هېوادونو ځواکونه ګډ پوځي تمرینات کوي. دا نهه ورځني تمرینات سبا د سېپټمبر په ۱۲مه پیلېږي.
د اذربایجان دفاع وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو وویل چې د ۳ وروڼو- ۲۰۲۱ په نوم د دې پوځي تمریناتو هدف د سولې او جګړې پر مهال جګړې ته د تیاریو نیول دي.
په بیان کې راغلي دي چې د پوهې او تجربې شریکول د دې پوځي تمریناتو یوبل هدف دی.