طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګنې د امرالله صالح ورور یې اعدام کړی
![طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګنې د امرالله صالح ورور یې اعدام کړی](https://gdb.rferl.org/4be1e424-8b27-4ac2-b1d6-6662172b5824_w800_h450.jpg)
طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګنې د پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح ورور دوی اعدام کړی دی.
رویټرز خبري اژانس د طالبانو د الاماره وېب پاڼې د اردو څانګې د پروني راپور په اساس خبر ورکوي چې طالبان وايي، د صالح ورور روح الله عزیزي په پنجشېر کې د جګړې پر مهال وژل شوی دی.
تر دې مخکې د ښاغلي صالح زوی عبادالله صالح رویټرز ته ویلي و چې طالبانو د ده تره د پنجشنبې په ورځ اعدام کړ.
د طالبانو د تېرې دوشنبې په ورځ پر پنجشېر د بشپړې ولکې ادعا وکړه خو د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې ویلي چې د دوی ځواکونه د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې شته او مقاومت کوي.