د 'او. ای.سي' سازمان استازي افغانستان ته راځي څو د بحران حل ته کار وکړي
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پرون یکشنبې د افغانستان د وضعیت په اړه د بحث لپاره فوق العاده غونډه وکړه.
'او. ای.سي' پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته په افغانستان کې د رامنځته شوي کړکېچ د حل لپاره د ټولشموله ډیالوګ غوښتنه وکړه.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له پرونۍ غوندې وروسته په یوه بیان کې د افغانستان له راتلونکې مشرتابه او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان باید بېا هېڅکله د تروریستي ډلو په خوندي ځای بدل نه شي او تروریستانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې د پښو د اېښودلو ځای ومومي.
طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په خپله تېرځل واکمنۍ کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته چې پر متحدوایالاتونو د ۲۰۰۱ کال د سېپټمبر د یوولسمې د حملو مسوولیت یې منلی و، پناه ورکړې وه چې په نتیجه کې یې امریکا پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې وپرځاوه.
د دې سازمان سکرتر جنرال یوسف الیثامین په افغانستان کې د بشري کړکېچ یادونه وکړه، ویې ویل چې د دې سازمان استازي به افغانستان ته واستول شي څو د سولې، ثبات او د افغانانو ترمنځ د پخلاینې پر اهمیت ټینګار وکړي.
په بیان کې د افغانستان د کړکېچ له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتنه شوې چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، په ګډه کار وکړي او د زغم د اسلامي اصل په رڼا کې د افغانانو د ژوند او امنیت حق خوندي کړي او درناوی ورته وکړي.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان همدا راز پر خپلو غړو، اړوندو اسلامي مالي موسسو او شریکانو غږ کړی چې سمدستي د هغو افغانانو لپاره چې ډېر اړ دي، د بېړنیو مرستو په برخه کې اقدام وکړي، خو په پرونۍ غونډه کې د هېڅ هېواد له خوا هم د نوېو مرستو کومه ځانګړې ژمنه ونه شوه.
په OIC کې د اسیايي هېوادونو په استازیتوب د بشري حقونو کمېشنرې اصیلا وردګ تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا سازمان په روان کړکېچن حالت کې له افغانستان سره ډېره مرسته کولای شي.
نوموړې وویل: "له OIC څخه زما لومړۍ غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې ډېرخلک بې ځایه شوي چې باید مرستې ورسره وشي. دوهم هغه خلک چې واقعا په خطر کې دي، باید امن ځای ته یې ورسوي او له افغانستانه یې وباسي ځکه چې ژوند یې په خطر کې دی او بل هغه اقتصادي کړکېچ او ناورین چې اوس په افغانستان کې روان دی، دوی باید له نورو هېوادونو سره خبرې وکړي چې باید د افغانستان له خلکو سره په دې برخه کې مرستې وکړي."
مېرمن وردګ زیاته کړه چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان همدا راز په افغانستان کې د ټولو ښکېلو اړخونو په ګډون د یوه حکومت په جوړولو کې هم مرسته کولای شي.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان OIC اوه پنځوس غړي لري او مرکز یې د سعودي عربستان په جدې ښار کې دی.
دې سازمان په تېرو څو کلونو کې چې طالبانو د افغانستان د مخکیني حکومت پر ضد جګړو ته زور ورکړ، څو ځلي له طالبانو غوښتي وو چې له تشدده لاس واخلي او د سولې لاره ونیسي خو د اشرف غني په مشرۍ حکومت د زمري په ۲۴مه وروسته له هغه وپرځېد چې طالبانو د هېواد د لویو ښارونو د نیولو په دوام پر پلازمېنه کابل ولکه ټینګه کړه.