په کور دننه د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه د خبرو پیل ته هېلې شته
تمه وه چې د نظام د برخلیک په اړه د خبرو لپاره یو افغان پلاوی چې په کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار شامل وو، دوحې ته ولاړ شي، خو ښکاري چې دا سفر و نه شي.
د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د نظام د جوړېدو په اړه خبرې اوس دننه افغانستان کې کېږي.
د دې شورا یوه غړي چې نه غواړي نوم یې واخیستل ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه د دې خبرو د پیل کره نېټه معلومه نه ده، خو ژر به پیل شي.
په کور دننه د افغانستان د راتلونکي نظام د جوړېدو د خبرو د پیل خبر داسې مهال اعلانېږي چې تېره شپه له قطره د طالبانو یو پلاوی چې مشري یې د دې ډلې مرستيال ملا عبدالغني برادر کوي، کندهار ته رسېدلی دی.
په دې پلاوي کې د دوحې د سیاسي دفتر نور غړي ملا عبدالحکیم اخند، ملا فاضل، ملا خیرالله خیرخواه او ملا عبدالسلام حنفي شامل دي.
له دوی ملا خیرالله خیرخوا او ملا عبدالسلام حنفي کندهار ته د رسېدو څو ساعته وروسته وویل، د افغاني او اسلامي اصولو په رڼا کې نړیوالو ته د یوه منلي نظام د جوړولو لپاره هڅې کوي.
دوی زیاته کړه، د افغاني دودونو او اسلامي اصولو په رڼا کې بشري حقونو ته ژمن دي او هڅه کوي هغه څه وړاندې کړي چې نړۍ پرې رضایت وښيي.
ملا خیرالله خیرخوا وویل، دوی په راتلونکي حکومت کې د ګډون لپاره مسلکي کدرونو ته اړتیا لري او د یوې ښې حکومتوالۍ د جوړولو لپاره یې په کندهار کې له ځايي مشرانو سره سلا مشورې پیل کړي دي.
تېره شپه د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم وویل چې ژر به د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه خبرې پیل شي او اساسي قانون په ګډون به په مهمو مسایلو هوکړه وشي.
د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه د خبرو هیله داسې مهال ښودل کېږي چې له افغانستان د وتلي جمهور رییس غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم د حکومت له پاشل کېدو درې ورځې وروسته، پرون په یوه ټویټ کې ولیکل، دا چې جمهور رییس له هېواده بېرون وتلی او واک یې پرې ایښی، نو د اساسي قانون د حکم له مخې، دی د جمهور رییس ځایناستی دی.
نوموړي لیکلي: "دا چې د افغانستان جمهور رییس له هېواده تښتېدلی او نور په افغانستان کې نهشته، نو زه خپل هېواد کې یم او د افغانستان د اسلامي جمهوريت مشروع سرپرست جمهور رییس یم. قانوني او مشروع سرپرست."
ښاغلي صالح دا هم وویل چې افغانستان کې جګړه پای ته نه ده رسېدلې او د دوی مبارزه روانه ده_طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
له طالبانو د نړیوالو غوښتنه هم د یو ټولګډونه حکومت جوړېدل دي، هغه حکومت چې د دوی په اند، جوړېدل یې نړیوال مشروعیت پورې مشروط دي.
که څه هم طالبانو د یکشنبې په ورځ د افغانستان پلازمېنه کابل هم ونیوه، خو تر نننه یې واکمني هېڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلی او ډېرو هېوادونو دا کار د نوي نظام په جوړېدو پورې محدود کړی دی.