کرکټ بورډ: افغانستان پاکستان سره سیالیو ته چمتووالی نیولی
![کرکټ بورډ: افغانستان پاکستان سره سیالیو ته چمتووالی نیولی](https://gdb.rferl.org/9f3dea5e-809d-46f9-9814-61654e74a379_w800_h450.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغانستان له پاکستان سره د درې پنځوس اووره سیالیو لپاره چمتووالی نیولی دی.
د کرکټ بورډ د ویاند فرید هوتک په وینا د کابل له نړیوال هوايي ډګره د الوتنو له پیلېدو سره سم به افغان لوبډله سریلانکا ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سریلانکا پخوانی لوبغاړی اویشکا ګنوردنې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهني روزونکی وګمارل شو.
۴۴ کلن اويشکا د سرېلانکا لپاره ۶۱ نړيوالي يو ورځنۍ لوبې کړي دي.