"د کابل له هوایي ډګره د امریکايي همکارانو لېږد تر ۲ اونیو بشپړیږي"
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون چارواکي وایي چې د دې هېواد پوځ به له طالبانو سره په همغږۍ د کابل له هوایي ډګره د امریکایانو او د هغوی د همکارانو د لېږدولو بهیر تر راتلونکو دوو اونیو پورې بشپړ کړي.
د پنټاګون ویاند جان کربي پرون سې شنبه په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې طالبانو ورته ډاډ ورکړی چې له کابل هوایي ډګره د خلکو د ایستلو په پروسه کې به مداخله ونه کړي، خو نوموړي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.
هغه زیاته کړه چې د امریکایي قوماندانانو او طالبانو ترمنځ د ورځې څو ځلي تماسونه نیول کېږي.
د پنټاګون یوه جګپوړي جنرال ویلیم ټېلر په دې خبري کنفرانس کې وویل چې د دوشنبې په شپه ۹ ټرانسپورټي الوتکې له تجهیزاتو او زرو نورو سرتیرو سره کابل ته ورسېدې او ۷ الوتکو په همدې شپه له دې هوایي ډګره د اووه سوه نه تر اته سوو پورې کسان ولېږدول.
د هغه په وینا په دوی کې هغه افغانان چې د امریکا د ځانګړې ویزې لپاره یې غوښتنه کړې او د درېیم هېواد اتباع هم شامل دي.