د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه له پاکستانه د بریتانیا غوښتنه
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن د پاکستان له صدراعظم عمران خان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې هر ډول حکومت چې رامنځته کېږي، باید د نړیوالو نورمونو پر اساس په رسمیت وپېژندل شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دواړو مشرانو پرون سې شنبه د ټیلیفون له لارې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې.
په عین حال کې د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر چوهدري فواد حسین ویلي چې هېواد به یې له سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو سره له سلا و مشورو وروسته په افغانستان کې د طالبانو د راتلونکي حکومت د په رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه وکړي.
هغه په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "په افغانستان کې د طالبانو د په رسمیت پیژندلو لپاره باید یوه سیمه ییزه او نړیواله پرېکړه وشي. موږ نه غواړو چې یو اړخېز ډول هغوی په رسمیت وپېژنو او په دې برخه کې له خپلو سیمه ییزو او نورو لېرې دوستانو سره په تماس کې یو چې پر اساس به یې یوه پرېکړه کېږي."
پاکستان یو له څو محدودو هېوادونو څخه و چې د نویمې لسیزې په دوهمه نیمايي کې یې په افغانستان کې د طالبانو د وخت واکمني په رسمیت پېژندلې وه.