بورېل: اړ یو افغانانو سره د مرستې لپاره طالبانو سره اړیکې وپالو
![بورېل: اړ یو افغانانو سره د مرستې لپاره طالبانو سره اړیکې وپالو](https://gdb.rferl.org/14243451-db35-41f9-9dfb-bc76aa2edda6_cx0_cy25_cw72_w800_h450.jpg)
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل وایي، که دا ټولنه طالبان د افغانستان د مشروع واکمنانو په توګه په رسمیت ونه پېژني، بیا هم اړ ده چې له افغانانو سره د مرستې لپاره ورسره اړیکې وپالي.
ښاغلي بورېل دغه څرګندونې په بروکسل کې د افغانستان د وضعیت په اړه د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.
هغه زیاته کړه، زه دا نه وایم چې طالبان باید په رسمیت وپېژنو بلکې د ټولو مسایلو په اړه باید له هغوی سره خبرې وکړو. دې ته هم اړ یو چې د ښځو او نجونو د خوندیتوب لپاره له هغوی سره اړیکې وپالو.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر دغه راز وویل، اروپایي ټولنه به په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د همکارۍ لپاره شرایط وړاندې کړي، څو بشري حقونه تر پښو لاندې نه شي.