افغان حکومت د وسلهوالو طالبانو ضد د ډلهییز مقاومت اعلان وکړ
![افغان حکومت د وسلهوالو طالبانو ضد د ډلهییز مقاومت اعلان وکړ](https://gdb.rferl.org/8639fa4d-5512-4dc7-ac1f-b6fc66682a81_w800_h450.jpg)
د افغانستان حکومت د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې د ډلهییز مقاومت اعلان وکړ.
په جمهوري ریاست کې له یوې امنیتي غونډې وروسته د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکي چې "دولت د وحشت او ابو جهل د لښکر پر وړاندې درېږي او د دې يرغل پر وړاندې به ملي مقاومت په ټول قوت سره حمايه کوي. ټول امکانات به د وسلهوال پوځ او ملي مقاومت په واک کې ورکول کېږي."
په جمهوري ریاست کې نن د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پر وروستي امنیتي وضعیت بحث وشو.