کاناډا، افغانستان ته 'ځانګړي ځواکونه' استوي
![کاناډا، افغانستان ته 'ځانګړي ځواکونه' استوي](https://gdb.rferl.org/72950b71-72f7-4355-b9bb-9e26d96550e1_w800_h450.jpg)
کاناډا به ځانګړي ځواکونه افغانستان ته واستوي او مخکې له دې چې په کابل کې خپل سفارت وتړي، د سفارت ټول کارکوونکي له دې هېواده وباسي.
دا خبره یوه چارواکي چې د کاناډا د حکومت له دغه پلانه خبر لري، اسوشیټډ پرس اژانس ته کړې ده.
دغه چارواکي چې له رسنیو سرهیې د خبرو کولو اجازه نهدرلوه او نومیې نهدی په ډاګه شوی، دا نهدي ویلي چې کله او څومره کاناډایي ځانګړي ځواکونه به افغانستان ته استول کېږي.
دغهراز امریکا هم درې زره ځواکونه د کابل هوایي ډګر ته استوي چې د خپل سفارت یوه برخه کارکوونکي له دې هېواده وباسي.
بریتانیا هم پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې ۶۰۰ سرتېري افغانستان ته لېږي چې له دې هېواده د بریتانیایي وګړو په وتلو کې مرسته وکړي.
دغه هېوادونه له افغانستانه د خپلو سفارتونو د کارکوونکو او نورو خپلو اتباعو د ایستلو لپاره دغه اقدامات داسې مهال کوي چې طالبان د ښارونو په نیولو سره په چټکۍ د پرمختګ په حال کې دي.