مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د معاش د ځنډېدو خبر رد کړ
![مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د معاش د ځنډېدو خبر رد کړ](https://gdb.rferl.org/82CC89C3-3644-4C09-91E1-E4634DA57BBC_cx34_cy23_cw45_w800_h450.jpg)
د افغانستان مالیې وزارت د دولتي کار کوونکو د معاش د ځنډېدو خبر رد کړ.
د افغانستان د ماليې وزارت مسوولين وايي چې د دغه وزارت له خوا د ملکي کار کوونکو د معاش د ځنډېدو په اړه خپاره شوي ګونګسې یوازې اوازه ده او حقيقت نه لري.
د ماليې وزارت وياند رفيع تابع نن سې شنبه (د زمري په ۱۹مه) ازادي راډیو ته وويل چې د ملکي کار کوونکو معاش د دغه وزارت د نوي سيستم د فعالولو په دلیل د لنډې مودې لپاره ځندول شوی دی.
نوموړي وویل چې د خلکو ترمنځ داسې اوازې خپرې شوي دي چې ګنې د ملکي کار کوونکو معاش د امنيتي ځواکونو په معاش کې زيات شوی دی چې دا حقیقت نه لري.
د یو شمېر دولتي کار کوونکو له خوا دا انتقاد مطرح شوی چې له څو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.