چارواکي: ارزګان کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي
![چارواکي: ارزګان کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/614f34ae-7794-4a33-be43-c108844a100a_w800_h450.jpg)
د ارزګان چارواکي وايي په دې ولایت کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مغفور الله سالار نن سې شنبه (د زمري په ۱۹مه) ازادي راډيو ته وویل:"تېره شپه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند په نچین او خانقه سیمو کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې یادې جګړې یو ساعت دوام وکړ، د جګړې پر مهال ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي، په دغه جګړه کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی."
نوموړی وايي، دوی په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د هر ډول برید پر وړاندې پوره چمتووالی لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.