ملي امنیت: د لغمان د بادپښ ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیول شوه
![ملي امنیت: د لغمان د بادپښ ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیول شوه](https://gdb.rferl.org/e6b2fbda-2ed7-4c0c-b840-f28e7f8adb52_cx0_cy20_cw0_w800_h450.jpeg)
د افغانستان د ملي امنیت ځواکونه وايي، د لغمان د بادپښ ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو څخه نېولې ده.
د ملي امنیت د ۰۲ قطعې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې قطعې ځواکونه تېره شپه د بادپښ ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو ونیوله.
ملي امنیت د دې ولسوالۍ د بېرته نېولو په عملیاتو کې د اوو طالب وسله والو د وژل کېدو ادعا هم کړې ده.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه تبصره نه ده کړې.
دې ډلې په وروستیو څو میاشتو کې د لغمان په شمول څو ولایتونو کې ګڼې ولسوالۍ له افغان حکومت څخه نېولې دي.