نی: د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې لسګونه رسنۍ فعالیت نه کوي
![نی: د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې لسګونه رسنۍ فعالیت نه کوي](https://gdb.rferl.org/693B68F8-31DE-4E83-8EC6-18FE0F408EC4_w800_h450.jpg)
په هغو سیمو کې چې طالبانو په وروستیو کې نیولي دي د لسګونو راډیوګانو او ټلوېزیونونو خپرونې بندې شوي دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی وایي چې د طالبانو له لوري د ولسوالیو د نیولو او په ولایتونو کې د جګړو له شدت سره یو پنځوس رسنۍ د اپریل له میاشتې راهیسې فعالیت نه کوي.
د نی په باور د دې رسنیو د بندېدو له امله تر زرو ډېرخبریالان او د رسنیو کار کوونکي بې کاره شوي دي.
د طالبانو د رژیم په وخت یوازې شریعت غږ راډیو خپرونې کولې او په دوه زره لومړي کال کې د دوی د رژیم له ماتې را وروسته په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې یو سل او اویا راډیوګانو او لسګونو ټلویزیونونو خپرونې پيل کړي دي.
د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي چې د وروستیو امنیتي ستونزو له امله تر سلو ډېرو خبریالانو له ولایتونو کابل ته پناه راوړې ده.