د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه ژوره اندېښنه وښوده
![د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه ژوره اندېښنه وښوده](https://gdb.rferl.org/D2050982-A777-4213-ADBE-085833978150_cx0_cy17_cw59_w800_h450.jpg)
د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د شخړو زیاتېدو ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه.
د دې سازمان عمومي مشر یوسف بن احمد العثیمین په یوه بیان کې چې د چهارشنبې (د زمري ۱۳مه) په ورځ خپور شو، وویل چې په افغانستان کې د وروستیو شخړو د قربانیانو له کورنیو سره او د افغانستان له حکومت سره خپله خواخوږي څرګندوي.
په دې بیان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار شوی دی او هر راز ترورېزم غندل شوی دی.