ملي امنيت: د عبدالروف د تښتونې په تړاو ۵۵ داعشيان ونيول شول
![ملي امنيت: د عبدالروف د تښتونې په تړاو ۵۵ داعشيان ونيول شول](https://gdb.rferl.org/4BF99F2F-D3E6-4F6B-A7C0-55645A207B89_cx7_cy31_cw78_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ملي امنیت رئیس وايي، د عبدالروف د تښتونې په تړاو ۵۵ کسان چې ټول د داعش شبکې غړي دي نیول شوي دي.
احمد ضیا سراج د شنبې (د کب ۲۳مه) په ورځ په کابل کې د امنیتي مسؤلینو ګډې خبري غونډې ته وویل چې دې کسانو پر کابل پوهنتون د برید په ګډون په لویو بریدونو او ترورونو کې هم لاس درلود.
نوموړي وویل چې دې کسانو کې اصلي پلانونکي هم شامل دي او ۱۶ کسان د عبدالروف په ساتنه کې په مستقیم ډول ښکېل وه.
ښاغلي سراج زیاته کړه: "زموږ کار له ارش نومې څخه پیل شو چې د دې شبکې غړی او په مشرتابه کې یې و. دغو ۵۵ کسانو کې ازبېکستاني او تاجکستاني وګړي هم شته ډېری دغه کسان په بلخ، جوزجان او فاریاب کې نیول شوي او لا هم نیونې روانې دي، چېرې چې عبدالروف جان ساتل کېږي موږ ډېر نېږدې شوي یو، انشالله چې یوې نتیجې ته رسېږو."
نوموړي وویل چې له دغو کسانو مقناطیسي ماینونه او د ترور وسایل هم ترلاسه شوي دي.
د ښاغلي سراج په خبره چې د نیول شوېو کسانو د اعتراف پر بنسټ دوی په مزار شریف ښار کې هم په ۱۳ ترورونو کې شامل وو او ۷ لویو بریدونو ته یې طرحې جوړولې.
دی وايي: "موږ او تاسې ډله ییز ودونه لیدلي، د وکیل صاحب عباس ابراهیم زاده په مالي ملاتړ چې کوم ډله ییز واده ترسره کېده دوی پلان درلود چې په همغه واده کې برید وکړي. بل پلان یې دا و چې د سید جلاالدین بلخي په قرول کې موټر بم برید وکړي او بل پلان یې هم دا و چې د کابل په شان چې توغندیز بریدونه شوي دوی د مزار شریف په هوايي ډګر هم ورته توغندیز بریدونه وکړي."
د ملي امنیت د رئیس په وینا نیول شوېو کسانو په سړي تښتونې سره خپلو نور ورانکارو عاملو ته مالي ملاتړ ترلاسه کاوه.
ښاغلي سراج دا هم وویل چې تېره اوونۍ هم دوی د هدفي وژنو په تړاو ۷۷ کسان نیولي دي.
داعش شبکې تر اوسه په دې اړه رسنیو ته لا څه نه دي ویلي.