چارواکي: د کندهار-ترینکوټ پر لارې ماین چاودنې ۳ تنه وژلي
![چارواکي: د کندهار-ترینکوټ پر لارې ماین چاودنې ۳ تنه وژلي](https://gdb.rferl.org/8E218CAF-B576-4D7A-96C1-A4344EDD2A50_cx0_cy50_cw55_w800_h450.jpg)
د کندهار ترینکوټ پر لویه لاره ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې وویل چې دا پېښه نن شنبه (د کب ۲۳مه) سهار شوې ده.
نوموړي وویل: "نن سهار د کندهار – ترینکوټ پر لویه لاره د طالبانو له خوا ښخ کړل شوی ماین پر ملکي موټر وچاودېد چې په نتیجه کې یې ۳ تنه وژل شوي چې دوه یې نارینه او یو ماشوم دی. ۴ تنه نور ټپیان دي چې ۳ ماشومان او یوه ښځه ده."
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.