کابل کې ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي
![کابل کې ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي](https://gdb.rferl.org/4A854270-F446-45F4-AE81-6DD29768301B_w800_h450.jpg)
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ نن شنبه (د کب ۲۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د اُپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
پردغو کسانو د وسله والو غلاوو، وژنې، د غیرقانوني وسلو د لېږد او داسې نور تورونه پورې دي.
اعلامیه زیاتوي چې له دغو کسانو څخه څلور میله وسله هم ترلاسه شوې ده.