کرکټ؛ د جنوبي افریقا ښځينه لوبډلې له هنده لوبه وګټله
![کرکټ؛ د جنوبي افریقا ښځينه لوبډلې له هنده لوبه وګټله](https://gdb.rferl.org/188EA15C-7C3B-4AB0-98B9-998D18EF8D18_cx28_cy35_cw39_w800_h450.jpg)
د جنوبي افریقا د ښځينه کرکټ لوبډلې له هندۍ لوبډلې درېیمه لوبه وګټله.
د جنوبي افریقا او هند ښځېنه کرکټ لوبډلو تر منځ د پنځوو یو ورځنیو سیالیو درېيمه لوبه افریقا لوبډلې وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ د روانې مارچ میاشتې په اوومه نېټه پیل شوې ده چې په لومړۍ لوبه کې افریقا د اتو ویکټو پر توپیر هند ته ماتې ورکړې وه، دوهمه لوبه هند وګټله، خو درېیمه لوبه چې د مارچ په دولسمه نېټه تر سره شوه، د افریقا ښځېنه لوبډلې په کې هند ته ماتې ورکړه.
د یادولو ده چې د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ به څلورمه لوبه د مارچ میاشتې په ۱۴مه او وروستۍ هغه به يې بیا د همدې میاشتې په ۱۷مه نېټه ترسره شي.