یونسکو د کلتوري میراثونو د خوندیتوب برخه کې د افغانانو ملاتړ کوي
![یونسکو د کلتوري میراثونو د خوندیتوب برخه کې د افغانانو ملاتړ کوي](https://gdb.rferl.org/cf85db14-5f78-43ec-8ffe-206947153214_tv_w800_h450.jpg)
یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان په بامیان کې د بودا مجسمو د ړنګېدو د شلمې کلیزې په مناسبت ویلي چې د کلتوري میراثونو د خوندیتوب په برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.
دغه سازمان تېرماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د بودا مجسمو د نړولو غمیزې دا روښانه کړه چې د نړۍ په سطح تر خطر لاندې کلتوري اثارود خوندیتوب اړتیا شته.
یونسکو زیاتوي، د افغانستان په بامیان ولایت کې په قصدي ډول د دې لرغوني میراث له منځه وړل د یوې تُندلاري ایډیالوژۍ څرګندويې کوي چې هدف یې د یوه کلتور، هویت او تاریخ له منځه وړل دي او ښیې چې څنګه د یوه میراث تخریبول د سیمه ییزو خلکو پر وړاندې د یوې وسلې په توګه کارول کېږي.
طالبانو ۲۰ کاله مخکې د ۱۳۷۹ کال د کب په ۲۱مه په بامیان ولایت کې د بودا دوه سترې مجسمې چې یوې یې ۵۵ او بلې یې ۳۵ متره لوړوالی درلود ونړولې چې دا کار یې د نړیوالو له پراخ مخالفت سره مخ شو.