امریکايي سناتوران: روسیه کې پر ازادي راډیو فضا تنګه شوې
![امریکايي سناتوران: روسیه کې پر ازادي راډیو فضا تنګه شوې](https://gdb.rferl.org/7CDEA684-3540-4B49-82A6-2393F5A600D7_w800_h450.jpg)
د امریکایي سناتورانو یوې ډلې د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتین غږ کړی چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د هدف ګرځولو لپاره د بیان پر ازادۍ برید ودروي.
د ډیموکراتو او جمهوريپالو سناتورانو دې ډلې پرون جمعه (د کب ۲۲مه) د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټه کې یوه اعلامیه په دې هدف خپره کړه چې روسیه کې رسنیز چاپیریال کړکېچن شوی او د ' بهرني اجنټ' د قانون له مخې پر ازادي راډیو فضا تنګه شوې ده.
روسیه کې پر دولتي رسنیو د څار ادارې د ازادي اروپا/ ازادي راډيو د روسي څانګې پرضد ۲۶۰ قضیې د دې لپاره ثبت کړي چې د هغوی سخت مقررات یې په پام کې نه دي نیولي.
د مسکو یوې محکمې له وړاندې د ۱۴۲ قضیو په تړاو ازادي راډیو شااوخوا یو میلیون ډالر جریمه کړې ده.
د امریکایي سناتورانو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې روسیه غواړي د 'بهرني اجنټ' د قانون په وسیله په اوږدمهال کې د روسیې مدني ټولنه کمزورې او هلته ازادي راډیو چوپ کړي.