د اروپايي بانکدارۍ د مایکروسافټ اکسچېنج د ایمیلونو پر سرور د حملې هڅه
![د اروپايي بانکدارۍ د مایکروسافټ اکسچېنج د ایمیلونو پر سرور د حملې هڅه](https://gdb.rferl.org/FC0570D9-CC50-4CED-B4F8-AB97CE78CCCD_w800_h450.jpg)
د اروپايي بانکدارۍ اداره وايي، په مایکروسافټ اکسچینج (Microsoft Exchange) کې یې د ایمیلونو پر سرور د انټرنیټي حملې هڅه شوې ده.
د امریکا د ټکنالوژۍ لوی شرکت مایکروسافټ په دې هڅه کړې د چین یوه کمپنۍ ښکېله بللې ده.
د اروپایي بانکدارۍ ادارې یا (EBA) چې په اروپايي ټولنه کې د مالي چارو د تنظیم کلیدي ارګان دی پرون وویل، دوی د خوندیتوب اضافي اقدامات کړي او د ایمیلونو د سرورونو د بېرته برحاله کېدو جریان په دقت څاري.
دغې ادارې ویلي چې د ایمیلونو زېربنا یې خوندي شوې او ارزونه یې ښيي چې د دوی معلومات غلا شوي نه دي.
د اروپايي بانکدارۍ اداره وايي، دغه انټرنټي حمله د یکشنبې په ورځ شوې ده.
مایکروسافټ اکسچینج سرورونه تر ډېره د لویو کار و بارونو او حکومتونو له خوا د ایمیلونو لپاره کارول کېږي.