تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن مارب ولایت نښتو کې لږترلږه ۹۰ تنه ووژل شول
![تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن مارب ولایت نښتو کې لږترلږه ۹۰ تنه ووژل شول](https://gdb.rferl.org/17583B61-D971-44B9-A816-7D1A1BB793BA_w800_h450.jpg)
د یمن حکومتي سرچینو پرون (شنبه) وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد د مارب ولایت په نښتو کې لږترلږه ۹۰ تنه وژل شوي دي.
د ایران له ملاتړه برخهمنو حوثي یاغیانو له تېرې میاشتې راهیسې د دې ستراتېژيکې سیمې د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.
دا تېل لرونکې سیمه د یمن په شمال کې د دولتي ځواکونو وروستی مرکز ګڼل کېږي.
د یمن حکومتي سرچینو ویلي چې په وروستیو نښتو کې ۳۲ دولتي ځواکونه یا د حکومت پلوي قبایل وژل شوي دي.
دوی د حوثي یاغیانو د وژل شویو کسانو شمېر ۵۸ تنه ښودلی دی.