بدخشان کې د سل کیلوګرامو نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
![بدخشان کې د سل کیلوګرامو نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه](https://gdb.rferl.org/938A972B-66E0-44B0-B799-1D68A3147F38_w800_h450.jpg)
په بدخشان ولایت کې د څه د پاسه سل کیلوګراموه نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیول شوه.
د بدخشان ولایت امنیه قوماندان محمد صادق مرادي ازادي راډیو ته وویل، پولیسو ۱۴۰ کیلوګرامه چرس ونیول چې له بهارک ولسوالیه یې په یوه بار وړونکي موټر کې د وردوج ولسوالۍ له لارې له هېواده بهر قاچاق کول.
د موټروان په ګډون دوه کسان هم د دې موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.