د آمو سیند د سویلي سواحلو د ویجاړۍ په اړه اندېښنې رامنځته شوي
د پسرلي په پیل او د آمو سیند د اوبو له زیاتېدو سره سم، د دغه سیند د سویلي سواحلو د ویجاړۍ په اړه اندېښنې هم زیاتې شوي دي.
د آمو سیند سویلي څنډې نه دي تحکیم شوي او په همدې علت هر کال لسګونه جریبه ځمکه د اوبو سره لاهو کېږي او تر ډېره په رېګ ځایونو بدلېږي.
سږ کال هم د آمو سیند د جنوبي سواحلو اوسېدونکي اندېښمن دي چې زراعتي ځمکې یې د اوبو د پورته کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د ازبکستان هېواد د آمو سیند شمالي څنډې تحکیم کړي، نو د اوبو ټول لنګر د یاد سیند سویلي څنډې ته د افغانستان په لور دی او ورځ تر بلې یې د تخریب کچه ډېریږي.
د هغوی په خبره چې په سیند کې د ازبکستان د پوځي کښتیو ګزمې هم د آمو سیند د سواحلو تخریب ته مرسته کوي.
د شورتپې ولسوالۍ د آرق باتور کلي اوسېدونکی حاجي مجید وايي چې د آمو سیند له حمل میاشتې تر سرطان میاشتې طغیان لري او اوبه یې زیاتېږي.
هغه زیاتوي: " هر کال سلګونه جریبه ځمکه تخریب کوي. تر اوسه یې زمونږ دوه کلي له سیند سره یو ځای کړي دي. هر ورځ د افغانستان خاوره له سیند سره لاهو کېږي او د ازبکستان قلمرو ته ور زیاتیږي."
په همدې حال کې، د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته ووېل چې د آمو سیند د څنډو د لا زیات تخریب د مخنیوي په موخه دوی یو لړ لومړني اقدامات ترسره کړي، خو په خبره یې چې دا د هغوی له وسه پورته ده چې د آمو سیند د سواحلو د تخریب مخنیوی وکړي.
د آمو سیند د پامیر غرونو د یخچالونو په اوبو کېدو سره پیلېږي او د آرال دریاچې ته ور ختمېږي.
دا سیند د څه باندې زر کلیومترو په فاصلې سره د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو سره د افغانستان طبیعي پولې جوړوي.