هاګ نړیواله محکمه په افغانستان کې جنګي جرایم څېړي
په دې کې تر ۲۰۰۳ میلادي کال وروسته، د وسلهوالو طالبانو، د افغانستان د حکومتي ځواکونو او امریکايي قواو فعالیت شاملېږي.
په دې کې تر ۲۰۰۳ میلادي کال وروسته، د وسلهوالو طالبانو، د افغانستان د حکومتي ځواکونو او امریکايي قواو فعالیت شاملېږي.
د ښځو د حقونو مدافع او وکيلې نګهت داد په پاکستان کې يوه اداره جوړه کړې چې پر انټرنېټ له ځورول کېدونکو ښځو سره مرسته کوي. دوی د شکايتونو ثبتولو لپاره د مرستې يوه ټيليفوني شمېره برابره کړې او وايي هره ورځ ورته نيزدي ۲۰ ټيليفونونه ورته کېږي. دوی دا شکايتونه حکومت سره شریکوي او په دې توګه د خلکو ژوند ژغوري. د اې اېف پي اژانس ویډیو.
د پاکستان ډان ورځپاڼه او د فرانسې خبري اژانس وايي، پېښه د مارچ پر پېنځمه د ښار په ګلبهار، چې پخوانی نوم یې ګولیمار وو، سیمه کې شوې.
نړیوالې جزايي محکمې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د احتمالي جنایتونو په شمول د جنګي جرمونو د ادعاو د څېړنو اجازه ورکړه. د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د سوریې د اوربندپه اړه خبرې وکړې. په چین کې د کرونا ویروس د معاینې یو روبوټ جوړ شوی. ازادي ستوډیو د شپې په۸بجوله پیشګام ټلویزیون وګورئ.
د مارچ پر څلورمه د پارلېماني چارو وزیر اعظم خان سواتي قانوني مسوده وړاندې کړه چې ورباندې د سېنېټ غړو بحث وکړ.
د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) څېړونکي وایي، د نړۍ نېږدې نیمايي ابادي داسې ګمان کوي چې سړي ښه سیاستوالان دي،
د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ازادي راډیو له مخکښو ښځو پوښتلي چې تر ځان ځوانانو ته څه مشوره ورکوي. په دې ویدیو کې د افغانستان، پاکستان او ایران د ښځو څرګندونې اورئ.
په ننګرهار کې مېشت له پاکستان راستانه شوي افغان کډوال وایي، تر اوسه ورسره د کړیو ژمنو یوه هم نه ده عملي شوې. د ننګرهار په کابل کېمپ سیمه کې مېشت دغه کډوال وایي، ژوند یې ورځ تر بلې ستونزمن کېږي، چې په خبره یې، باید د کډوالۍ له حقونو برخمن شي. په ننګرهار کې مېشتو راستنو شویو کډوال له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې افغان حکومت او مرستنویې ادارې یې لاسنیوی ونه کړي، نو ژوند به یې نور هم له ستونزو سره لاس او ګرېوان شي. دوی سرپناه، کار روزګار او د روغتیایي اسانتیاوو نه شتون هغه ستونزې... Читать дальше...
د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ په خپرونه کې مو د مارچ پر درېيمه په پېښور کې د موسيقۍ د ازادۍ ورځې په پار د شويو دوو غونډو له منتظيمونو او همداراز له ځايي هنرمندانو سره خبرې کړې دي. دوی وايي، د تېرو کلونو پرتله هنرمندان اوس ډاډه شوي چې د موسيقۍ ولسي پروګرامونو ته لاړ شي او ټولنې جوړې کړي. دوی البته د خيبرپښتونخوا له حکومته غوښتنه کوي چې خپله کلتور پالېسي عملي کړي او د پېښور ډبګرۍ بازار د "ميوزک سټريټ" په نوم ونوموي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې ۷۴ بریدونه ترسره شوي دي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته دغې ډلې یو ځل بیا په افغان ځواکونو بریدونه له سره پيل کړي. د دغه وزارت مسوولین وايي، چې په دغو بریدونو کې ۱۵ سرتېري ،۱۲ ملکیان وژل شوي او ۴۳ سرتېري او ملکیان ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتنو کې طالبانو۱۱ ولایتونو په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او خلکو ۱۱ بریدونه کړي، چې په پایله کې... Читать дальше...
په هاګ کې د جرایمو نړیوالې محکمې نن حکم ورکړ چې لوی څارنوال کولی شي د افغانستان په جګړې کې د امریکایې ځواکونو لخوا د سرغړونو د احتمال په ګډون د جنګي جرایمو پر ادعاوو پلټنې وکړي. د دې محکمې د استېناف څانګي قاضي پیوتر هوفمنسکي نن د مارچ پنځمه دا خبره کړې ده. دغې محکمي د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې د یادې پلټني په اړه د لویې څارنوالۍ فاتو بینسودا غوښتنه رد کړې وه. هغه مهال ادعا شوې وه چې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو ، افغان امنیتي ځواکونو او د امریکایې پوځیانو او استخباراتي ادارو لخوا جرایم ترسره شوي دي. Читать дальше...
بوسنیا هرزګوینا نن په لومړي ځل په دې هیواد کې د کرونا ویروس دوې مثبتې پیښي ثبت کړې. یو کارګر او د هغه زوی د بالکان د دې هېواد د عمدتاً صرب میشتې سیمې اړوند دي. د دې هېواد د روغتیا او ټولنیزې هوساینې وزیر الینا سیرانیک نن یوې خبري غونډې ته ویلي چې دغه کس ایټالیا ته سفر کړی وو او له بېرته راتګ سره یې ویروس زوی ته انتقال شوی دی. ښاغلي سیرانیک زیاته کړه چې دا کسان روغتیایې مرکز ته انتقال شوي دي. د یاد کس مېرمنې د آزموینې نتیجه منفي ښودل شوې. سیرانیک وویل د دې ماشوم ښونځی تړل شوی او د زده کوونکو روغتیایې آزموینې پیل شوي دي.
د آی ایم اف یا د پیسو نړیوال صندوق مشره وایې د کرونا ویروس خپرېدو د ۲۰۲۰ کال لپاره د اقتصاد د پیاوړي پرمختګ هیلې له منځه وړي دي. کریستالینا جورجیوا وویل چې دا ستونزه به ښایې اقتصادي لاسته راوړني تر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کال هم راکمې کړي. دغې بلغاریایې الاصلې اقتصاد پوه پرون چهارشنبه ویلي چې د آی ایم اف سازمان وړاند وینه دا ده چې سږ کال به د نړۍ اقتصادي وده د تیر ۲۰۱۹ کال پرتله ۳ سلنه کم وي. مېرمن جورجیوا دا هم وویل چې د کرونا ویروس خپرېدل یوه سیمیزه نه بلکه نړیواله ستونزه ده او نړیوال ځواب غواړي، خو... Читать дальше...
په ترکیه کې له زرو زیات هغه افغانان چې په سړي تښتونې، جنسي تیریو، وژنو او د نشه یي توکو د قاچاق په جرمونو تورن دي د زندان ورځې شپې تیروي.
پاکستان د بلوچستان صوبې په تفتان کې له ايران سره خپله ځمکنۍ پوله تر نامعلوم وخته او په چمن کې یې له افغانستان سره دروازه د مارچ تر اوومې تړلې ده.
خلیلزاد وږ ټول باید کار وکړو چې د سولې پر وړاندې هغه خنډونه لېرې کړو چې د بین الافغاني خبرو لپاره مو کار ټکنی کوي، زه پر ټولو افغانانو غږ کوم
اشوتوش وارشنې ويلي، د هندو ملتپاله وزير اعظم نرېندرا مودي د حکومت نوی قانون د يو وګړي د تابعيت تاريخي او سېکولر تعريف خلاف عمل دی.
په بلخ کې د بې اسنادو او بې پلیټو موټرو شتون د ترافیکو پولیسو په وړاندې د خلکو نیوکې زیاتې کړي دي. د بلخ ولایتي شورا غړي وايي چې له دغو بې اسنادو موټرو او نقلیه وسایطو څخه د جنايي جرایمو لکه قتل، اختطاف او غلاو په ترسره کولو کې ګټه اخیستل کېږي. د بلخ ولایتي شورا غړي وايي چې غیر قانوني یا بې اسناده موټر او جعلي پلیټ لرونکي موټر د هېواد په ټولو ولایتونو کې شته او د یادې ستونزې حل یوې ملي برنامې ته اړتیا لري چې پلي شي. د دغې شورا یوه غړي غلام سخي لاله ازادي راډیو ته ووېل حکومت دې باید له بهر څخه... Читать дальше...
د بشر د حقونو د څار سازمان د سولې له مذاکره کوونکو لورو غوښتي چې، د سولې په خبرو کې دې د بشر د حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړي.
د روسیې او ترکیې ولسمشران نن په مسکو کې سره ګوري څو د هغه تاوتریخوالي د کمولو لپاره لاري چاري ومومي چې دا دواړه هیوادونه یې د سوریې په جګړو کې د مخامخ کېدو له ګواښ سره مخامخ کړي دي. رجب طیب اردوغان ویلي چې غواړي په دې لیدنه کې ولادیمیر پوتین وهڅوي د سوریې په ادلیب ولایت کې پر سمدستي اوربند هوکړه وکړي. په همدې حال کې رویټرز خبري آژانس په سیمه کې د روسي الوتکو او کښتیو تحرکاتو ته په اشارې لیکلي چې مسکو هڅه کړې تر خبرو دمخه په سوریې کې خپل حضور پیاوړی کړي. په وروستیو اونیو د سوریې په ادلیب ولایت... Читать дальше...
جاپان ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ رسمي سفر د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په هدف وځنډول شو. د جاپان د کابینې منشي یوشيهید سوګا نن په توکیو کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر "شي" به په یوه مناسب وخت کې دا سفر وکړي. د جاپان صدراعظم سنزو ابې تېر کال په اوساکا کې د جي شل غونډي پر مهال د چین ولسمشر ته د ورتلو بلنه ورکړې وه. دا سفر د اپریل میاشتي لپاره پلان شوی و. سوګا وویل: " د دواړو هېوادنو لپاره تر ټولو لویه ننګونه اوس د نوي کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی دی او دا اړینه ده چې همدې کار ته لومړیتوب... Читать дальше...
دینې عالمان وایي په کونړ کې يې د مړي رواجې سقات ورکول بند کړي. په کونړ کې دینې عالمان وايي، په جنازو کې د سقات په نوم د پیسو ورکولو دود چې کومه شرعې بڼه نه لري ختم کړي دي او او پرځای يې د مړو وارثین د سقات په پیسو لارې، پلونه یا مدرسې جوړوي او یا هم د څښلو پاکو اوبو څاګانې باسې چې ګټه يې ډېرو خلکو او ثواب يې مړي ته رسېږي او دې کار ته په اسلام کې صدقه يې جاریه ویل کېږي. د دمکلي اوسېدونکي دیني عالم مولوي فضل غني ازادۍ راډیو ته وویل: "د سقات دوره چې ده، په شریعت کې نه ده ثابته، ښه خبره دا ده چې... Читать дальше...
یوسف بابا د پړانګ غار مومندو د غرونو شاته په درو کې پرته سیمه ده چې کروندګرو پکې د غنمو او شړشمو په کډون کوکنار هم کري. د سیمې پولیسو د مارچ پر دريېمه د سیمې پر ۴۷ کناله ځمکه د کوکنارو بوټي وهلي دي. له کوکنارو څخه اپین ترلاسه کېږي چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کارېږي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
اېسپر وویل چې طالبان پر امریکا او اېتلافي ځواکونو د بریدونو په نه کولو د موافقې درناوی کوي خو په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې یې نه کوي.
د عربستان د څلورو کلپونو استازو د ۲۰۲۰ میلادي کال د سیالیو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه. د عربستان "الریاضیه" خپرونې خبر ورکړی، د دغه هېواد د الهلال، انصر التعاون او الاهلي څلورو کلپونو د اسیا ۲۰۲۰ کال اتلوالیو لیګ ته وړاندېز کړی، چې د کرونا ویروس د خپراوي له وېرې باید دغه سیالۍ لغوه شي. تېره ورځ د عربستان د فوټبال فدارسیون د اسیا لیګ اتلوالیو استازو سره غونډه درلوده، چې په یاده غونډه کې د څلور کلپونو د سیالیو د لغوه کېدو وړاندیز مطرح کړی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.